د افغانستان تلويزنونه او هندي بې مفهومه سريالونه :قاضي محمد طارق نجم – نړۍ اونيزه
په دا وروستيو كې په افغانستان كې د ملي تلويزيون په شمول يو لړ شخصي تلويزيونونو هم فعاليتونه پيل کړي او بېلابېل پرګرامونه خپروي. په دې ټلوېزنونو كې يو شمېر داسې فلمونه او ډرامې خپرېدلې چې د هنري ارزښت تر څنګ يې ټولنې ته اصلاحي پيغام درلود خو كله چې يو لړ تلويزونونو هندي ، پښتو يا دري ته ژباړل شوې ډرامې لكه د هر كور كيسه، دلهن ، زمانې خوش هم عروس بود، امتحان زنده گي، مادر او داسې نورې نشر ته و سپارلې چې په هغوي كې زمونږ د نوي قشر عقيدوي انحراف، د فكرونو غلطول او حتى فحاشت خپرول هم داخل وو نو د هيواد د علماؤ په شمول يې د ټولو هغو مسلمانانو ورونو چې د سليم عقل خاوندان وو، نظرونه ځان ته ورواړول.