د هېواد دودیزه موسیقي : شهسوار سنګروال موسیقي ، شعر او انځورګري له لومړنۍ انساني ټولنې سره یو ځای زېږېدلي دي او په بېلابېلو ټولنو کې ځانګړی رنګ او خوند درلود. موسیقي نه یوازې په انسان اغېزه کوي بلکې په څارویو او ان په بوټو یې هم اغېزه تر سترګو شوې ده . شعر هم لکه د موسیقي په څېر هغه خوندور کلام دی چې له زړه نه راپورته کیږي او په زړه کیني او د شعر پوهانو په اند ٬موسیقي ناوې ده او شعر یې ګاڼه٬انځورګري د بشري ټولنو او مدنیتونو هغه تابلو ده چې د لرغونې زمانې ډیرې بېلګې یې په خپلو پټ خولو انځورونو کې خوندي کړي دي.