Afghan adabi baheer
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
تر دې مهاله پورې د ډېرو كتل شويو مطالبو په منځ كې كوم يو نه دى ټاكل شوى .
  منځپانګه  
· کلـــــــــــــــيزه : شکران خالد
· خوږې او ورېښمينې انجلۍ!شکران خالد
· دپښتو ادب اوسنۍ دور : استاد صمیم
· دلور لیک پلار ته : محمدعلی عمری
· د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته لیک : رحمت الله
· زما غښتلى ورور عبدالروف خان! محمد ګل خان
· ګلاب ننګرهاري ته د شهيد محمد موسی شفيق
· ګران لونګ ته د مینې ډک سلامونه! نيازی
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 12 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3139999
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

ادبي ليک: د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته

 
ادبي ليک

د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته
ژباړن:شیرین اغا جهانګیر
چارلي چاپلین د سینما یو له منل شوو نابغه ګانو ځنی دی. کله چی هغه دبري لوړو پوړونو کې وو، د «اونا اونیل» سره یی واده وکړه اودهغې نه د ۷یا ۸ اولادونو پلار شو، مګر له هغوي ځنی یواځي یو تن چې جرالدین نومیده، تمثیل یی له پلاره په میراث وړې ده او څو کلونه کیږي چې د سینما په نړۍ کې په فعالیت بوخته ده او اتفاقآ هغه هم د خپل پلار په شان لوړشهرت او افتخارته رسیدلۍ ده او هنري غونډې پرې حساب کوي.

(بشپړ متن | 12273 . | : 0)
 

ادبي ليک: وروستی ليک : جلال امرخیل

 
ادبي ليک

وروستی ليک : جلال امرخیل
ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه  : نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
سلامونه او مينه ګرانې !
دا دومره وخت مې چې ليک نه درلېږه په دې معنا نه چې خدای مه کړه ستا د هغه دردوونکي ليک د جواب لپاره مې وخت نه درلود ، وخت ښه پرېمانه و ؛خو هره شېبه ستا په سر له خپل زړه او ضمير سره په جنګ اخته وم ، اخر مې هم فيصله د دروېش دراني په پاسني بيت راغله ، چې ستا لپاره او ستا د زړه د خوشالۍ لپاره بايد ستا د هېرولو د زهرو دا ګوټ هم وکړم ، که څه هم چې ډېر به په ګرانه تمام شي .

(بشپړ متن | 5306 . | : 5)
 

ادبي ليک: دلندن دافغان ليکوالو قدرمنو غړو!هېواددوست

 
ادبي ليک

په لندن کی دافغان ليکوالو فرهنګی ټولنې مشرانو او قدرمنو غړو ! یوسف هېواددوست
په ډېرې خوښی سره مو خبر ترلاسه کړ چې هلته په لندن کې ستاسو په همت د ستر ادبي هاند لړۍ راپیل شوې او دا دی نن د لندن ښار په خپل زړه کې د پښتو ادب ، ژوند بښونکو وږمو ته ساه ورکوي او د پښتونخوا ( ټول افغانستان ) د ښایسته شپونکي په شپېلۍ کې یې د سباوون له پیغام سره د ویښ  پښتون  تر غوږونو رسوي .

(بشپړ متن | 1532 . | : 1)
 

ادبي ليک: کيسې او کيسه .نهم ليک : اج

 
ادبي ليک

کيسې او کيسه  .نهم ليک  : اج
سلامونه، هيله ده خوشحاله به يې، دا ډېره موده مې درته ليک نه وو استولى ايله چې نن مې درته ليک وليکه، هغه مې هم هغه خاطرې رايادې شوې چې کله کله به مې په ليک ليکلو خپلې خاطرې به مې درته ليکلې او خپل احساسات مې درته په ډاګه کول، هغه وخت مې پدې چرت ډېر خراب وو چې ولې يواځې کيسه درته وليکم، کيسه نه بايد کيسې وليکم، تنده به مې هله ماته شي چې کيسې وليکم يعنې يوه نه څو څو څو وليکم کېنم او کيسې وليکم...

(بشپړ متن | 6396 . | : 5)
 

ادبي ليک: غم او کيسه ,اتم ليک :اج

 
ادبي ليک

غم او کيسه ,اتم ليک  :اج
سلامونه، هيله ده ته به خوشحاله يې، هيله ده ته به غم ونلرې، هيله ده ته ما غوندې له ستونزو سره نه يې لاس او ګرېوان، ته چې له دې ځايه تللې يې دېخوا ريښتيا غمونو خوله لګولې، نړۍ بله جامه اغوستې او تندى يې ترينګلى ښکاري.
زه ډېر کله له داسې حالت سره مخ شم چې زړه مې پکې چوي، خو خوښۍ مې په يوه شېبه کې له ذهنه هسې کډه وکړي ته وا په ژوند کې چېرته ورسره نه وم آشنا شوى.

(بشپړ متن | 5092 . | : 5)
 

ادبي ليک: لمر او کيسه .اووم ليک :اج

 
ادبي ليک

لمر او کيسه .اووم ليک :اج
سلامونه، وخت ډېر تېر شو خو ما ژمنه کړې وه چې ځينې څيزونه به درته ليکم خو همداسې پاتې شول او ما وخت پيدا نکړ، په هغه پخواني ليک کې مې د لمر په اړه ويلي ووچې له لمر څخه به درته ليکم، نه پوهېږم کله ځانته حيران شم چې له داسې شيانو درته ليکم چې دا نور خلک هېڅ ورګوري هم نه ښايي يو شمېر را باندې غوسه هم شي خو زما له لمر سره جوړه ده کله کله ورته مخامخ کېنم... او کيسه يې خوند راکوي...

(بشپړ متن | 6887 . | : 5)
 

ادبي ليک: ژوند او کيسه :اج

 
ادبي ليک

ژوند او کيسه :اج
شپږم ليک
سلامونه، هيله ده خوښه او خوشحاله به يې، ډېره زياته موده وشوه چې نه مې څه درته وليکل او نه مې له تانه څه تر لاسه کړل، خو دا ژمنه کوم چې په نورو ليکونو کې به درته ليکم چې په دې ورځو کې مې څه کول، که ريښتيا ووايم يواځې مې بد خبرونه اورېدل او بدې پېښې مې په سترګو کتلې، هيڅ مې له زړه څخه دا ګردجنه پرده نه ټولېده، نن مې زړه وغوښتل چې له ژونده درته وليکم، له خپله ژونده او په خپله له ژونده...
کله کله په ځان وخاندم، چې څوک رانه وپوښتي چې څنګه يې يواځې وايم ( ښه يم ژوند دى تېريږي) خو وروسته بيا پښېمانه شم او زړه مې غواړي چې دا خبره بدله کړم، او يوه بله جمله يې پر ځاى وکاروم، خو بيا هم خولې ته نه راځي.

 

ادبي ليک: نن مې يادېدې،نن مې ژړل په تنهايۍ کې

 
ادبي ليکادبي ليک : شکران خالد
نن ټوله شپه ويښ يم،خوب او ارام مې نشته،ستاخواږه نظر رانه هرڅه وړي،يواځې ستا يادونه او غمونه دي چې په هره تنهايۍ او هره شېبه کې مې ملتيا کوي، زه وړاندې له دې له تيارو سره هېڅ بلد نه ومه خو اوس هغه د شاعر خبره چې :
له خاموشۍ نه وېرېدمه خواوس نه وېرېږم
له خاموشۍ سره مې ستا انځور خبرې کوي
(بشپړ متن | 6426 . | : 5)
 

ادبي ليک: امير کروړ، جهان پهلوان او کيسه

 
ادبي ليکالهام جمالزیپنځم ليک : لیکوال : عبدالله الهام جمالزی
سلامونه، له ليکه به مې پوه شې چې نن مې غوښتل شعر وليکم خو هر څو مې کول شعر مې نه شو ليکلاى د زړه بړاس درته په ليک کې باسم خپله يې لوله او خپله يې سندريز کړه. ليک مې هم هسې د زړه بړاس دى، د غور په غره ناست يم او ښکته د فيروز کوه شاهي تخت ته مخامخ يم، ما غوښتل چې د دې غرونو منځ کې درته د هغه ماښام کيسه وليکم چې دوه کوچني کاروانونه له يو بله تېرېدل، ما فکر کاوه چې په دا يوه کاروان کې زه هم روان يم، خو وروسته چې مې فکر شو نه زه ناست وم او قلم مې په لاس کې وو.
(بشپړ متن | 5562 . | : 4.55)
 

ادبي ليک: کټواز او کيسه

 
ادبي ليکالهام جمالزیڅلورم ليک :عبدالله الهام جمالزی
سلامونه، هيله ده خوښه او خوشحاله به يې، نن مې زړه غواړي هغه تاريخي سفر مې درته وليکم هغه سفر چې ما کټواز ته کړى وو، کله په خوب کې پکې ګرځېدلى يم او کله د کتابونو په ليکو، عجيب راته ښکاري ته وا يو سپين ږيرى سړى راته ناست دى او هغه کيسې راته کوي، زه هم په پوره غور ورته غوږ يم او ټولې کيسې يې اورم، خو شکر پدې ځاى چې تا غوندې په داسې سفر نه يم تللى چې شاته ترې څه ونه وينم، ستا خو نه ليک راځي نه دې کومه خاطره وليکله.
(بشپړ متن | 11875 . | : 4.57)
 

ادبي ليک: بې دينان ، درېيم ليک ، ا ج

 
ادبي ليک

بې دينان ، درېيم ليک ، ا ج
سلامونه، دا څو ورځې ډېرې سختې تېرې شوې ما ليک ونه ليکه، کله کله حيران شم چې ولې مې له ليک سره داسې عادت کړى چې ويې نه ليکم زړه مې تنګ شي، ها بله ورځ مې د چکي جرمن کيسه ليکوال فرانز کافکا ليکونه لوستل چې فليسې ته يې ليکلي وو، څو نه زيات وو، خو هغه رنګ ليک مې هم نه خوښيږي، ښايي هغه به په ټلفون زيات لګښت نه کاوه چې هره ورځ به يې خپل ټول ورځنى ژوند په ليک کې فليسې ته ليکه، کله کله زما هم زړه غواړي ټول څه درته وليکم خو بيا چې ګورم په وس مې نه وي پوره او ته هم لکه چې لېوالتيا نه لرې لدې خوا نه ځان خبر کړې.

(بشپړ متن | 6959 . | : 5)
 

ادبي ليک: ستا کرلي خوبه ته ريبې ! فقيرزوى ساپى

 
ادبي ليک

ستا کرلي خوبه ته ريبې !فقيرزوى ساپى
دا دوخت توپانونو لړزولې او شاړه ځمکه خو هم کوم څوک د خاوند په توگه لري نه داسې چې له مينځه تللې ښکاري ، نوهمداسې بې اثرې او بې درده او بې څوکه ده
داخو هغه دللمې او برمته شوې ځمکه نه وه چې تا په کې په خپله خوښه پرته له خاونده يې يو ځل داسې ښکلي سره د ريدي گلان وکرل چې چارچاپيره سېمه يې سمسوره ، رنگينه اوهم خلک گوته په غاښ کړه ، خوبياولي دي ناببره زهرجن کوکناررازرغون کړل چې تصوريې نه کيده .

(بشپړ متن | 2574 . | : 0)
 

ادبي ليک: غار او کيسه ;دوهم ليک : اج

 
ادبي ليک

غار او کيسه ;دوهم ليک  : اج
سلامونه، څنګه يې؟ نه پوهېږم بيا مې ولې زړه غواړي چې ليک وليکم، له بېګا راهيسې مې بيا په زړه ورېږې، خپه يمه خداى مکړه تېر ليک مې ځورولې نه يې، خو اوس په ټولو غمونو، دردونو او سرخوږيو پښه ږدم، په ډاګه وايم ښه يمه، خوشحاله يمه او ته هم باور وکړه...
ريښتيا ګيله دې کړې وه چې ولې خپه شوى يم، ليکلي دې وو( کيسې ليکه، کيسې ليکه، زما کيسې خوښيږي)، ګرانې پوه يم چې کيسې ستاهم خوښيږي، دلته درسره ژمنه کوم چې کيسې به ليکم او يواځې به يې تاته ليکم، که نورو لوستې لولي به يې، خو زه يې تاته ليکم، هو يواځې تاته...

(بشپړ متن | 6600 . | : 5)
 

ادبي ليک: لومړى ليک ،داستاني ليک:ا ج

 
ادبي ليک

لومړى ليک ،داستاني ليک:ا،ج
سلامونه، هيله ده ښه خوشحاله به يې، ګرانې زه هم ښه يم، روغ يمه، خوشحاله يمه ...
ډېره زياته موده وشوه چې نه ليک، نه کوم احوال نه کوم خبر... نن مې زړه تنګ شو، سره له دې چې پوهېږم ليک مې درته نه رسېږي خو زه يې ليکم، خداى خبر که درته ورسېده؟
ريښتيا څو مې له ياده نه وي وتي وليکم چې، اوس هم کيسې ليکم، ستا خو ياد دي چې زما څومره کيسې خوښې وې او خپله مې هم څونې زياتې ليک کړې، اوس يې هم ليکم، وېب پاڼو ته ځي خپرېږي، مګر باور وکړه چې يې هېڅوک نه لولي، زياتره خو راځي ها خپل ليکلي لولي بېرته کړکۍ وتړي ځي، ځينې نور چې يې وهم لولي خوښيږي يې نه، او د (خوښه مې نشوه) نظر ورکړي.

(بشپړ متن | 5119 . | : 5)
 

ادبي ليک: د ټولو ياره! بلا دې واخلم : احساس

 
ادبي ليک

د ټولو ياره! بلا دې واخلم : ذبح الله احساس
دا سر ربه مات شوې خو ټيټ شوى چاته نه دى
موږ پښتنو ته اوس همدا پاتې وه چې د خپل فرهنګ او كلتور پر ساتنه له داسې حالت سره هم مخ شو لكه تاسو چې مخ شوى.
خو، هېره دې نه وي چې داسې پېښې له سترو خلكو سره كېږي، كله چې هم زورو ځواب ونلري نو همداسې كوي، تاسو يو ځل بيا په ثبوت ورسوله چې ټول په حق يوو.

(بشپړ متن | 2594 . | : 0)
  سرليكونه  
· لومړۍ پاڼه
· فعالې موضوګانې
· لټون په سايټ كې
· نظريات او وړانديزونه
· بهير او بهيروال
· بهير غږ
· د ليكنو ارشيف
· د ليكنې را استول
· سايټ خبرتيا دوستانو ته
  بهير او بهيروال  
· دپښتوداوسني اوپخواني شعرترمنځ توپیرونه
· شعرونه كه شعارونه : شمس
· افغاني فولكلور او شفاهي ادب ته يوه كتنه:نهضت مل
· راتلونکی نسل بايد د پوهي په ګاڼه سمبال سي : محمد نبي
· زموږ ملي تياتر او لوړې ژورې یې :عبدالوکیل سوله مل شینواری
· په شعر کې د حالت تصوير : عبدالغفورلېوال
· ځوانان اوکلتور : نسيم ليوال
· لنډې کیسې ته لنډه جوړښتي کتنه : عبدالله الهام جمالزی
· په ټولنه باندی دطنز اغیزې :پوهنمل محمودنظری
· د پښتو ادبیاتو د لومړي او مینځني پېرد حکایتي اوداستاني ادبیاتو یو لنډ جاج : شهسوار سنګروال
  نوري ويبپاڼې  
Новая страница 1

1: ننګرهار ادبي بهير
· 2: سلګۍ
· 3: رومال
· 4: داستانونه
· 5: وړانګه
· 6: امين زی
· 7: نړۍ
· 8: تاند
· 9: لراوبر
· 10: دعوت نيټ

  ويبلاګونه  

د ورتګ لپاره په انځور زور وكړئ

welog

  ويبلاګونه  
  ليكوال  

  ميرمن بهير  

  دعوت  

dawat

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1