( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
هوا ډېره بده طوفاني شوې وهه. وړه نجلۍ او هلک له یخنۍ نه ګونج شوي ول. د دواړو زړې او اوږدې جامې په تن وې. د دروازې شاته ولاړ ول او له یخنې نه لړزېدل. دروازه مې خلاصه کړه او له دروازې نه مې سر رابهر کړ. هلک رانږدې شو او له ما نه يې پوښتنه وکړه:
- وبخښې ترورې! تاسو کره زاړه کاغذونه شته؟