چغې : احسّاس خټک
زما جمات زما مکتب زما حجره سوزوي
زما د پلار نیکه راپاتې مفکوره سوزوي
په خلیلي جامو کې پټ راته نمرود راغلې
زما د اسلافو انانه او شجره سوزوي
لکه مارغه ورکې ساتم چې پښتانه دودونه
زما د ننګ زما د ناموس هغه پنجره سوزوي
زما د پت نیغې شَملې زما د غیرت لوپټې
پرون په پټه سوزیدې نن یې ښکاره سوزوي
چې ترې راخیژي انګازې د پښتنې سندرې
په هر یو غر اور لګوي هره درّه سوزوي
احسّاسه چغې که نعرې که د قلم په څوکه
که ورته غلې شوې نو دا ځل دې پوره سوزوي