Afghan adabi baheer - پروردګاره : زرلښته حفیظ
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
تر دې مهاله پورې د ډېرو كتل شويو مطالبو په منځ كې كوم يو نه دى ټاكل شوى .
  منځپانګه  
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند
· غزل : ډاکتر حسن-لندن
· غزل : محمد یوسف خدمتګار
· غزل : ولایت خان ځدران
· د حسین ژوند/ ژباړه : شرر ساپی
· خرسور افلاطون : محمود نظری
· غزل : انجينيرهمت الله امين زی
· شمال ميشتي فرهنګيان...... :احساس
· منا جات : نورعلی شاه
· غزل : طالب منګل
· دقدرشپه کې : زرلښته حفيظ

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 11 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3139913
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

شعر: پروردګاره : زرلښته حفیظ

 
شعرونه

پروردګاره : زرلښته حفیظ
ته د وخت د حکومتونو سترواکدار يې
ته د ټولو کا يئنا ت پرو رد ګار يې



ته عادل په عدالت حکم فرما يې
ته په دواړو جهانونوکې رويدار يې

چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي
ته رحمان يې ته رحم يې ته قهار يې

ته هرڅه يې او په هرڅه ښه پوهيږې
ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يې

دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي
دومره وينې  فوارې په شان تويږي
 
دا سرونه چې تنې نه  را بېليږي
مورد لوراو زوی د مور نه جدا کيږي
 
ډلې ډلې ښځې ورځ په ورځ کونډيږي
د تنکي ځوانانو لو  دی  چې ګډيږي
 
اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي
د انسان غوښه باروتو کې پخيږي
نو!
اې  دټول جهان مالک پروردګاره
د بې کسو او بې وسو ناز ورداره
 
هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يې
ته  دنيا يي  اخرت  اوبل جهان يې
 
زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم
زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم

دويرونو  ماتمونو شپي سبا کړه
زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه

سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې
د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې

دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي
زما دژوند خوږې شیبې پردي ملکو کې

مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه
يو د سولې نزرانه کې خبر راکړه

د حفيظ ارمان پوره کړه ای غفاره
اې د ټول جهان مالک پروردګاره

د خپرولو نيټه: جمعه، 8 زمرى ، 1389 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . شعرونه
· . lawang


. شعرونه:
دلوی خدای په نامه

  امتياز  
منځنى امتياز: 4.66
د رايو شمېر : 12


د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

شعرونه

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1