راغلې :(وصال نوری )
راغلې زما ژوند کې د بهار په څیر
مه ځه زما ژوند نه دخزان په څیر
تا چي راسره کړلې وعدې دژوند
غواړي اوس رقیب چې شو بیګا په څیر
مینه مې لومړۍ ده طاقت نه لري
خیر غواړي دمېنې، د ګدا په څیر
چي بهار لاړشی نو هر څه پیکه پیکه شي
بې لتا مې زړه شي د بید یا په څیر
خیردی چي دنیا مونږ ته هر څه واي
زه دی یم مجنون، که شې لیلا په څیر
مینه کې چل ول راته ګناه ښکاري
درکړمه مثال درته د چا په څیر
خیر غواړه وصاله دالله نه دې
مینه تل دزړه کړه ، نه ریا په څیر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(وصال نوری )
کابل ، وزیر محمد اکبر خان