دنیـا:احسّاس خټک
دا دنـیـا د سـتـا شـوه زه تـرې بـلـه دنـیا غــواړمـه
زه تـرې لــیـونـئ غـونـدې پـاګـلـه دنیـا غـواړمـه
ستا دې په نصیب شي خوشالۍ ټولې مستۍ ټولې
زه پــه غـــم لــړلـــې یوه خـپـله دنـیــا غـواړمـه
تـه د شـیـن چـمـن پـه سـرو ګلونو کـې مزې کوه
زه پـه شـاړو د شـتـو کـــې بـلـبـله دنیـا غـواړمـه
تـل مــې چـه د فـکـر انـتـهـا ورتـه حـیـرانـه وي
داســې بــې مـنـزلـه بــې مــزلـه دنیـا غـواړمـه
ته ئې په نیمګړې دنیا مست ئې اومبارک دی شه
زه لــه هــر څـه ډکـه مـکـمـّلـه دنـیــا غــــواړمـه
مـاته یـې د عـقـل پـه خـره زړه تـه لـتـې راکړلې
ځـکـه تـرې احـسّـاسـه نـن بـدلـه دنیـا غـــواړمـه