دحسين رض ژوند/ليکوال :عبدالحميد جوده السحار/ژباړه :شرر ساپی
څلورمه برخه
رسول الله صلی الله علیه وسلم له حجه الوداع نه را وګرځید، هرسهار به د فاطمې رض کور ته را ته او ویل به یې:
ــ د کورڅښتانانوالسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته ، الله ج دې په تاسې ورحمیږي د لمانځه وخت دی ( اهل البیت په تحقیق سره الله ج غواړي چې لتاسې نه ګناهونه لرې کړي اوپاک سپیڅلي موکړي)
یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل کوره راووت او خپل غلام ابو مویهبه رض ته ورغی ورته ویې وویل:
ــــ یا ابومویهبه رض سورلۍ راته زین کړه .
ابومویهبه رض په توره شپه کې ولاړ، او د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سورلۍ یې زین کړه اوبېرته راغی، رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
ــ ابومویهبه رض ما هوډکړی چې د اهل البقیع لپاره بښنه وغواړم ، راځه راسره .
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپرلۍ سپورشو او ابومویهبه رض پیاده روان شو، ترڅوټاکلي ځای ته ورسېدل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلې سپرلۍ نه راکوز شو،ابومویهبه رض سپرلې ونیوله اورسول الله صلی الله علیه وسلم قبرونوته وکتل اوویې ویل:
ـــــ د ادېرې اوسیدونکو !السلام علیکم ، .الله ج دې په تاسې دغه شپه د نورو انسانانوپه
څېر اسانه کړي، فتنې لکه د تورې شپې په څېرراغلې، وروستۍ ېې د لومړۍ په پله روانه ده، وروستۍ یې له لومړۍ نه بدتره ده .
رسو ل الله صلی الله علیه وسلم له بقیع نه راوګرځید ، دعایشې کورته ورغی دهغې په سردرد وو زیږروي یې کول
ــ وای سرمې.
ــ واه عایشې زما سرهم ډېر درد کوي.
خواته یې کېناست او په ټوکوکې یې ورته وویل:
ــ څه کېږي که له مانه مخکې مړه شي، جنازه به درباندې وکړم او خښه به دې کړم.
ــ والله زه ګمان کوم که داسې وشي نو ته به د خپلو ځینومیرمنوسره د ورځې په پای کې زما په کورکې راټول شی !
رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل .
په رسو ل الله صلی الله علیه وسلم باندې درد خوله لګولې وه، په ټولو میرمنو ګرځیده، او ویل به یې :
ــ زه به سبا چېرته یم ؟ زه به سبا چیرته یم ؟
هغه غوښتل چې له عایشې سره پاتې شي، نو میرمنو یې ورته اجازه ورکړه چې هرځای کې پاتې کیږي خوښه یې .
په علی ابن ابی طالب رض او فضل ابن عباس رض باندې یې لاسونه اچولي وو، سر یې تړلی وو ، پخې یې په ځا ن پسې راخکلې اودعایشې رض کورته ننوت.
میرمنې یې دعایشې رض په کورکې راټولې شوې وې ، فاطمې رض دخپل پلارپه څېرخپلې پښې په ځان پسې راخکلې کله چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ولیده ویې ویل:
ــ لورې ستړې مه شې.
خپل ښې اړخ ته یې کینوله، بیا یې ورته یوڅه وویل په ژړا شوه ، بیا یې ورته څه وویل په خندا شوه، عایشې رض ورته مخ راوګرځوه:
ـــ رسو ل الله صلی الله علیه وسلم درته څه وویل چې ته په ژړاشوې .
فاطمه رض په منډه پاڅیده او عایشه رض ورپسې شوه اوورته یې وویل :
ــ ما په دغه راز پوه کړه .
ــ زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم راز نه شم افشا کولی .
فاطمې رض رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ته حسن او حسین رض راوړل او ورته یې وویل :
ـــ یا رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دي زامن دی یوڅه ورته میراث ورکړه .
ـــ حسن رض به زما هیبت اومشرې ولری ، او حسین رض ته زما زړورتوب او سخا په میراث کې پاتې ده.