مینتوب : نبی وقار
ما په ويښه تا په خــــوب باندې کړه تېره
شپه مې ټوله لېونـــتوب باندې کړه تېره
ورځ همداســــې ته ويـــده زه درتـــه ګورم
تا ارام، ما مينـــتـــوب باندې کړه تېــــــره
تا ميـــــن زړه ته د ميـــنــــې اوبــــه ورکړې
ما په سرو وينـــو خــــړوب باندې کړه تېره
ما د خپـــــلې ځوانۍ خوند چېـرې و نه ليد
تا په ګل ګل پــېــغلتـــوب بانـــدې کړه تېره
تا د ژوند هره شــېـــبـــه ځـــانـــته بــرات کړه
مـــا په اور د زلميــــتوب بانــدې کـــړه تېره
مـــــــا وقـــار دې هــر قـــدم ته ســـــجده وکړه
تــــا په هســــې ماشومتوب باندې کړه تېره