درې ټکي : رحیم ګل څاروان
یوه څړیکه د وجود ټول غړي
سره وتخنوي را وې پاروي
د درد یوه خوږه څپه یې ونغاړي
تبه یې ولړزوي تودخه یې ونیسي
ټول یو په بله پسې ناروغه شي
د ښار هاغه ښه درمل
د کلي د بوډۍ وچ کړي بوټي
پرې تاثیر ونه کړي
خو بس دوه درې ټکي
له پستې ژبې
هر څه له سره سم کړي
وزیر اکبر خان - اشنا تلویزیون ۲۰۱۰،۰۷،۰۶