دحسين رضي ژوند/ليکوال :عبدالحميد جوده السحار/ژباره : شرر ساپی
دريمه برخه
رسول الله صلی الله علیه وسلم په اومه ورځ راغی اوويې ویل:
ــ زوې مې راوړئ! اوڅه نوم موپرې ایښی؟
علی رض د توري څښتن وویل:
ــ حربا.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
ـــ نه ! دغه حسن دی.
ګډبه پرې حلالوو، او قابلې ته ېې یو ورون او یودینار ورکړل، اوویې ویل :
ـــ فاطمې رض، سریې وخروه، او د ویښتانو په وزن یې سپین زر صدقه کړه.
دعلي رض زړه یخ شو، الله ج ورته ستره ډالی ورکړه ، د رسو ل الله ص له نسله یې ډالۍ ورکړه، فاطمه رض هم په خپل ماشوم ډېره خوښه شوه په لاسوکې یې لوبوو او ورته ویل به یې :
حسن ! د پلارغوند ې شه!
او له حق نه شوایب وتوګه
اود هغه ذات ج عبادت وکړه
چې لورینې یې درباندې کړې
یوه یا دوه میاشتې وروسته فاطمه رض بیا امید واره شوه، او ام الفضل رض د خپل خوب په مصداق د حسن رض رضاعي مورشوه، یوه ورځ یې حسن رض رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ته راوړه اوپه غیږه کې یې ورته واچوه نوهغه پرې ناپاکي وکړه ،ام الفضل رض په اوږه باندې ووهه، رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
ـــ الله ج دې په تا ورحمیږ ي زما زوي دې ودرداوه.
ورځې تیرې شوې، اوفاطمې رض دوهم ماشوم هم و زیږاوه، رسو ل الله صلی علیه وسلم راغی اوویې ویل :
ــ ما ته مې زوی راوښاياست ، څه نوم مو پرې ایښی دی؟
علی وویل:
ــ حربا .
رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وویل :
ـــ نه هغه حسین دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانوته جمع ورکوله، حسن رض راغی اوپه ملایې کیناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه په ارامه پورته کړ، کله چې د لمانځه نه فارغ شو،په خپله غیږه کې یې واچوه ، حسن رض به خپلې ګوتې درسول الله صلی الله علیه وسلم په ږيره کې منډلې او رسو ل الله صلی الله علیه وسلم به خپلې غیږې ته راجوختاوه او ښکلاوه به یې او ویل به یې :
ـــ ای الله ج! راباندې ګران دی.
مسلمانانوچې دغه بې حده مينه ولیده نو ویې پوښتل :
ــ یارسول الله صلی الله علیه وسلم تا چې له دې ماشوم سره کومه مينه وکړه، له هیچا سره دې نه ده کړې .
ـــ دازما کشمالی دی، اوزما دغه زوی مشردی، او الله ج به پرې د مسلمانانو د دوه ډلو ترمنځ سوله راولې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پا څیده او حسن رض یې په خپلو اوګوسپورکړ، مخې ته یوسړی ورغی او ویې ویل:
ــ واه ماشومه! څومره ښه سپرلۍ ده !
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
ــ او دغه ښه سپوردی.
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دعایشې رض، له کوره بهر راووت ، د فاطمې رض په کورتېریده چې د حسین رض ژړایې واوریده ، په منډه فاطمې رض ته راغی او ورته یې وویل :
ــ ته خبره نه يې چې ژړا ما ځوروي؟ .
ډېره موده ووته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې په منبرولاړدی او مسلمانانوته خطبه وایې ،
حسن اوحسین رضی الله تعالی عنهم چې سرې جامې یې په غاړه وې مسجد ته په خاپوړو راننوتل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبرنه راکوز شو او دواړه یې واخیستل، اوبېرته په منبر ودرید، بیا یې په غیږکې کې کینول اوويې ویل:
ـــ الله ج رښتیا وایې: ستاسې شتمني اوبچې فتنه ده .