عزرایله : وصال نوري
نسیمه ورشه لیلاته مې ویناکړه
چې مجنون د دې مریض ورته دعاکړه
که مې لایق بولي دمینې یوځل راشه
کنه ښه موقع ده همدا اوس ورته خیراکړه
عزرایله لږ څه وخت درڅخه غواړم
معلومیږي لکه یارچې مې وفاکړه
داڅه ښکاري چه یارمې چیرته تم شو
ها ، بې وفاوی دشروع نه ترآخره دې جفاکړه
ای وصاله اوس دروح شوی بیکاره
عزرایله چې څه غواړې هغه ادا کړه