غزل :نصرت الله وفا
لا خو وړه ده چې شرمیږي نجلۍ
په مینه ځکه نه پوهیږي نجلۍ
زړه مې وتلی له ګوګله پسې
تعظیم ته کله به سر کیږدي نجلۍ
دا نازولې لور د چا ده خدایه
په لاره ځي کله ودریږي نجلۍ
ورته خبره مې د مینې وکړه
ځکه له ځان سره خندیږي نجلۍ
چې مخامخ شوه وارخطا غوندې وه
په دې پوهیږم رضا کیږي نجلۍ
دکور کوڅه مې اجاره اخیستې
بلۍ ته کله به پاڅیږي نجلۍ
دکلي منځ کې به په جار نارې کړم
د وفا زړه ته نږدې کیږي نجلۍ
وزیراکبرخان مینه – کابل
25.07.2010