غزل : ولوله،،تنها
دژوند هره شیبه کې له ارمان سره میلمه یم
په توره شپه کې ګوره له جانان سره میلمه یم
شپه ټوله د غمیو یو روښانه شپه کې جوړه
هروخت نه وې هنداره له خفګان سره میلــمه یم
بې صبره یو ماشومه غوندې خپلې اوښکې توی کړم
دستړې ژوندون خواکې له خزان سره میلــمه یم
اغزو لاره نیولې چې په کومه لار به ځــمه
جانان مې قهر جن دې له زندان سره میلــمه یم
همدلته اوښکې ،اوښکې څیرې څیرې ګریوانونه
دښکلو سترګو خواکې له زمان سره میلمه یم
سپیره،سپیره کورونه تل مې زړه را سوځوینه
دګړوبو خونو منځ کې له طوفان سره میلمه یم
په زړه مې نورې نورې ولولې راپاروینه
په سیمه دنغمو کې له داستان سره میلمه یم