متلونه امیلونه : احسّاس خټک
تلوسې
داچـه تـه چـې پـه مـا قارېږې تلوسـي يـي
پـه ورثـه کــې درتــه پـاتــې مـيراثـي يـې
تـه مـنــې کـه نـه مـنـې خـوښه دې خــپـله
"لـه قـربان دې معـلومیږي چې چرسي يـې"
مين
نه دې خوب شته نه خندا شوې بې ارامه
رونـړه وې پـه ويـښـه هره شـپـه تـمـامـه
چې زما دې نه منل اوس ورته ټينګ شـه
"د کانګـړې په ټـس کـې لاړې بـټـګـرامـه"
انس
دا څـرنــګ مئـيـن چــې د جـانـان څخـه ګيـله کـوي
ګـل هــم لـــیـونـۍ دى له خــزان څـخـه ګـيـله کـوي
مـينـه يو احسّاس دى، د احسّاس اثـر په زړه کـیـږي
"انـس نه دى هـغـه چـې له حـیوان څـخه ګـيـله کـوي"
وارخطا
څوک یې د لاندې څوک یې پاس اچوي
څـوک یـې نیـغ نیـغ لـکه لــبـاس اچـوي
پـه شــلـــیـدلـي ګـرېـوانـه کـې څـه دي
"اوبـواخـيسـتــي زګ تــه لاس اچــوي"
ژوندون
ښه غوره دې هستي ده په هر لورې دې مستي ده
راټـيـټـه دې پـه مـونـږه د جـهـان واړه نیـسـتي ده
نـه بـه دا مـزې وي تـل، نـه دا ښـکلــي وخـتــونه
"بـس دومـره دې ښـادي ده چې ابـۍ په بر لښتي ده"
بوډا
اوس نه زوى يې نه خو پلار يې نه نيکه يې
نـه د ښـو يـــې نــه د بــدو تـشـه خُـولـه يــې
دا تـه کــوم خـوبـونـه ويـنــې پـه دې عـــمـر
"لـیـونــۍ يــې د هـاتــي غــوږ کــې اوده يـې"