غزل : سيدجيلاني جلان
نه د لښکر نه د ټوپک نه د تربور سړى يم
زه د بې زړه په نوم د سيمې مشهور سړى يم
چې کاينات هم ترې ښکلا ته تازګي اخلي
زه په هغه زه په هغه پسې رنځور سړى يم
راشه چې پرې دې مينځم نن په شبنمي لاسونو
لکه سپرلى نن په ګلرنګو اوبو سور سړى يم
پښتون يم خو که ته له ماانسان وژنه غواړې
په دغه کار کې نو نه ځوان يم نه باتور سړى يم
دهيندارو مخو زمانو پاچا که هم شم جلان
خو ستا غلام يم اشنا ستا د خولې مزدور سړى يم
سيدجيلاني جلان