Afghan adabi baheer - دحسین رضی ژوند /ژباړه : شررساپی
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
تر دې مهاله پورې د ډېرو كتل شويو مطالبو په منځ كې كوم يو نه دى ټاكل شوى .
  منځپانګه  
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند
· غزل : ډاکتر حسن-لندن
· غزل : محمد یوسف خدمتګار
· غزل : ولایت خان ځدران
· د حسین ژوند/ ژباړه : شرر ساپی
· خرسور افلاطون : محمود نظری
· غزل : انجينيرهمت الله امين زی
· شمال ميشتي فرهنګيان...... :احساس
· منا جات : نورعلی شاه
· غزل : طالب منګل
· دقدرشپه کې : زرلښته حفيظ

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 6 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3139887
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

تاريخ: دحسین رضی ژوند /ژباړه : شررساپی

 
تاريخي ليكنې

دحسین رضی ژوند/لیکوال عبدالحمید /ژباړه : شررساپی دوهمه برخه
میاشتې تیرې شوې د واده شپه راورسیده ، علي رض خپله زغره بازارته د خرڅلاولپاره واستوله، په يوڅودرهمووپلورل شوه، او هغه درهمونه یې د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم په غیږکې واچول،هغه ترې یوموټی راوخیستل اوویې ویل:
ــ بلاله په دې راته خوشبوراونیسه .
علی رض خطبه ولوسته ،بیا رسو ل الله صلی الله علیه وسلم خطبه ولوسته نکاح وتړل شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم یولوښی راوغوښت دهغه مخکې کیښودل شوبیا یې حاضروخلکوته وویل:



ـ متوجه شئ!.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فاطمې رض ته په جهیز کې یو ټیکرۍ، داوبومشک اویوبالښت چې له سرګړي نه ډک و و ورکړ . د فاطمې رض سره ام ایمن رض ولاړه، د کورپه یوه خواکې کې کیناسته او علي رض بل خواته کیناست، په کورکې چوپه چوپتیا شوه، ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتګ انتظارکوو، د دروازې غږ واوریدل شوام ایمن رض په منډه دروازې ته ورغله او عزتمند پلارته یې دروازه برسیره کړه .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فاطمې رض ته ورغی اوورته یې وویل؟
ــ اوبه راته راوړه .
له ډیرې حیانه یې خپلې جامې راټولې کړې، ورغله اوپه یوه وړه کاسه کې یې اوبه راوړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه اوبه په قل هو الله احد.. اومعذتینودم کړې ،بیا یې فاطمې رض ته وویل:
ـــ راوړاندې شه
په ډیره حیا ورمخکې شوه په سر اوګریوان کې یې اوبه وروشیندلې اوويې ویل :
ــ ای الله ج د دې اولاد او د غه له رټل شوې شیطان څخه وژغورې .
بیا یې غږ وکړاوبه راوړۍ.
علي رض پوه شو ه اوهغه کاسه یې له اوبو را ډکه کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې راوړه، هغه مبارک ص اوبه واخیستې اوهغه سره یې هم هغه عمل وکړ، کوم یې چې له فاطمې سره کړی وو اوبیا یې په ورین تندي وویل:
ـــ ای الله ج په دې دواړو کې برکت واچوي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم راپاڅید چې ووځي، ام ایمن رض هم ورپسې شوه علي رض د دروازې درشل ته ولاړ وو،ام ایمن رض ورته مخ کړ :
ــ د الله ج په نوم اوبرکت ورننوځه .
ــ۲ــ
دعباس میرمن ام الفضل رض له خوبه راویښه شوه ډیره زړه تنګې ښکاریده ،یوه خوب ډیره خواشینې کړې وه ، ویې غوښتل چې دغه خوب رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ته ووایې، خو څنګه يې ورته ووایې، هغې خوب لیدلی وو چې د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم له بدن نه یوغړی پرې کیږې اود دوې کورته غورځول کیږي، دغه خوب ځوروله، تله راتله او هوډ یې وکړ چې باید دغه خوب رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ته ونه وایې ، خو خوب یې په ‍ ذهن منګولې ښخې کړې وې ، هره شېبه به ور یادېده، هڅه یې وکړه چې هېريې کړي ، خونه یې هیریده، نور یې زړه راتنګ شواو د صبر کاسه یې ډکه شوه، نیغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله،اوپه دردیدلې غږیې وویل:
ــ یارسول الله صلی الله علیه وسلم ستا دبدن غړی مې په خپل کورکې ولید.
اوس نو لږه ارامه شوه، هغه څه یې په ډاګه کړل چې پټول یې، ورته ناشونې وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځیره شوه، چې د خپل خوب اغیز یې مخکې له واره په سترګوکې وګورې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
ــ ښه خوب دې لیدلی فاطمه رض به هلک وزیږوي او ته به شیدې ورکړې.
علي رص فاطمې رض ته ورغی، اوپه مخ کې یې د خوښۍ نښې له لرې ښکاریدې، داسې خوښي لکه هرپلار يې چې د خپل راتلونکی لومړي ماشوم انتظارباسي، علي رض کورته ننوت، اوفاطمې رض ته یې ډاډ ورکړ، هغه کوچني کورته خوښي راغله چې یواځې یې د ګډې پوست اویوټیکری لره، په اوږدو چې به یې هوارکړملاګانې به یې ښکاره شوې،اوکه په سوربه يې هوارکړ، سرونه به یې ښکاره شول.
د ماشوم د پیدایښت موده رالنډه شوه، علي رض په منډه د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم کورته ورغی اوهغه یې خبرکړ، هغه مبارک صلی الله علیه وسلم اسما بنت عمیس او ام سلمه رضی الله تعالی عنهما ته وویل :
ـــ فاطمې رض ته ورشئ!.
علي رض ناارامه وو، ترڅو چې یې د خپل نوي ماشوم ژړا ترغوږ و شوه، زړه یې ډاډه شو، او د ارام ساه ېې واخیسته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم راورسید، ماشوم یې ورته په ژیړ ټوکر کې راو ویست، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ټوکر ګزار کړ او ویې ویل :
ـــ درته مې نه وو ویلې چې ماشوم په زیړ ټوکر کې مه تاووۍ!.
او امریې وکړ چې په سپینه ټوټه کې یې ونغاړۍ، بیا یې په سپینه ټوټه کې ونغاړاوه اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې راوړ، نوم یې ورته پریکړه او ویې ویل:
ــ یا الله ج دغه ماشوم اودهغه اولاد له شیطان نه وساته!.
نوربیا

د خپرولو نيټه: یکشنبه، 3 زمرى ، 1389 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . تاريخي ليكنې
· . lawang


. تاريخي ليكنې:
د قرغزيانو او پښتنو اړيکې : پښتونځار

  امتياز  
منځنى امتياز: 5
د رايو شمېر : 2


د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

تاريخي ليكنې

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1