Afghan adabi baheer - حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : نظری
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
تر دې مهاله پورې د ډېرو كتل شويو مطالبو په منځ كې كوم يو نه دى ټاكل شوى .
  منځپانګه  
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند
· غزل : ډاکتر حسن-لندن
· غزل : محمد یوسف خدمتګار
· غزل : ولایت خان ځدران
· د حسین ژوند/ ژباړه : شرر ساپی
· خرسور افلاطون : محمود نظری
· غزل : انجينيرهمت الله امين زی
· شمال ميشتي فرهنګيان...... :احساس
· منا جات : نورعلی شاه
· غزل : طالب منګل
· دقدرشپه کې : زرلښته حفيظ

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 13 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3139993
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

هنر: حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : نظری

 
هنرې ليكنې

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن :پوهنمل محمود نظری
۷۰کښت
ابوعلي دقاق" د خراسان والی یوورځ "اميرابوعلي الياس" چې یو مخور پوه وو مخي ته په دواړو زنګونو کیناست او هغه ته يې ویل :ماته نصیحت وکړه !اميرابوعلي الياس ویل: ستا څخه یو څه پوښتم؟



ابوعلي دقاق ویل: وپوښته!
امیر: تا زر خوښ دي که ګناه؟
ابوعلي دقاق ځواب ورکړ :زر
امیرویل : ولې زر دلته پریږدې او ګناه له ځانه سره وړې!
دابوعلي دقاق اوښکی توی شوی ویل يي ښه نصیحت دی راته وکړ. ددواړو دنیا ګټه لري زه دی د غفلت له خوبه وېښ کړم.
***
یزید بن مهلب له خپل زوی سره دعمربن عبدالعزیز له زندانه وتښتید په لاره کې یې یوه کیږدۍ ولیده د هغې خواته ته ورغله.
یوې سپین سرې بوډۍهغو ته یو وږګړۍ حلال کړ .
یزید له ډوډ‌ۍ خوړلو وروسته له خپل زوی څخه وپوښتل :
څومره خرڅ له ځانه سره لري؟
هغه ځواب ورکړ: سل دیناره!
یزیدوویل: ټوله هغې ته ورکړه!
زوی يي ویل: دا زړه بوډۍ په لږو خوشاله کیږي؛ تا هم نه پيژني.
یزید یې په ځواب کې وویل: که هغه به لږو راضي کیږي خوزه نه راضي کیږم که هغه ما نه پيژني زه ځان پيژنم.
***
دمحمود غزنوي په دور کې یوې ښځې د یو کاروان سره سفر کاوه کاروان د «دیرکچین» په رباط کې سا واچوله د شپې غلو د ښځې مالونه غلا کړل. هغې ځان دمحمود غزنوي دربار ته ورسوه او پاچا ته يي غاو وکړ چې دهغې د مالونو تاوان وکړي.
محمودغزنوی په غوسه له هغې وپوښتل: دیرکچین چیری دی؟
هغې بې پروا ورته ویل : اې محمود! دومروه ځایونه ونیسه چې هغه ساتی شي!
محمود خړ شواو د هغې د مال تاوان يي ورکړ
***
نادرشاه افشار په یو سفر کې د غشو تر برید لاندې راغی د هغه یو کومندان دهغه مخی ته ودرید.د راتګ په وخت کې نادرشا افشار هغه راوغوښت.کومندان د انعام په خیال هغه ته راغی.
هغه وپوښتل:
ولي زما مخي ته ودریدې؟
هغه ځواب ورکړ : صیب! سر مې ستا قربان ، ماغوښتل تاسو له خطره وژغورم
نادر شاه په غوسه هغه ته ویل : زه په خیال ډارن درغلم .
اود هغه د وژولو امر یې وکړ.
***
میړه د خپلی ښځي د ځورولو لپاره هغې ته ویل:
دخان صاحب ښځه څومره ښکلی ده دا څو ورځي کیږی هر شپه په خوب کې راځي.
میرمی یې ورته وویل: خود نو خوارکی یوازې ده !
میړه يي په اریانی وپوښتل :ته څه خبره يي ؟
هغې ځواب ورکړ :میړه يي ماته هر شپه په خوب کې راځي.
***
پاچا د دربار ټوکي ته یو خر ورکړ؛ هغه په خره سپور او رهي شو.
پاچا ترې وپوښتل: چیري ځې؟
هغه ځواب ورکړ:؛ د جمعی لمانځه ته ځم!
پاچا په اریانی وپوښتل :
نن خو دوشنبې ده.
ټوکي ځواب ورکړ: ایله دا خر مې تر جمعي ورسوي.
***
یو پاچا د څو تنو وزیرانو سره ښکار ته وتلی و و. پر شپه شوه؛ هلته نژد ې دیو بزګر کور وو.
پاچا ویل: شپه به هلته تیره کړو؛ مګروزیرانو ویل: دلته خیمه دروو
بزګر خبر شو پاچا ته راغی او پاچا ته یې ویل: د پاچا لوړ قدر کم نشو ولیکن ودی نه غوښتل د بزګر قدر لوړ شي.
پاچا د هغه خبره خوښه شوه د هغه کره ولاړ. سهار پاچا ډیر شته هغه ته ورکړه .
هغه سهار د پاچا له آس سره ځغاستل او ویل:

لږ نشو د پاچا شان او پرتم
د بزګر میلمستون ته په اېښولود قدم
د بزګر دخولي ګوټ تر اسمانه ورسید
چی سیوری ستا غوندی پاچا پر لوید
***

د خپرولو نيټه: سه شنبه، 18 غبرګولى ، 1389 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . هنرې ليكنې
· . lawang


. هنرې ليكنې:
د اريانا تلويزون او عابد

  امتياز  
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

هنرې ليكنې

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1