حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن :پوهنمل محمود نظری
۶۹کښت
شاعر داوري مازندراني له یو ملګری سره د یوې لارې تیرېده . ملګری یې یو ه ښکلې پيغله ولیده ،چې په دواړو لاسو یې خپل مخ پټ کړی وو، هغه یې داوري ته وښووله.داوري سمدلاسه وویل:
لاس یې پر مخ ونیوی زه یې وسوم
دا سوځل می نه دی له حکمته دور
هر چیري چې ولګیږی سوځي
د لمر وړانګې له شا څخه د بلور
***
دهشام بن عبدالملک اموي د خلافت په دور کې درې کاله پرله پسې وچکالي شوه
سارایی عرب له لوږی خلیفه ته ورغلل، چې هغه له خپله حاله خبر کړي؛ مګر د هغه له هیبته د هغه مخې ته یو هم سڼ ونه وهه، د هغو په منځ کې یو هلک د« دروس بن حبیب» وو. هغه د کام له بې جراتي څخه غمجن شو؟ هغه هشام ته وویل:
اې خلیفه! درې کاله کیږي پر موږ خوارانو وچکالي راغلې ده؛ په لومړی کال مو وازګه ویلې شوه ؛په دویم کال مو غوښه وشندل شوه اوپه درېیم کال مو هډو کي
خوسا شول.
اې د مؤمینونو پاچا!
تاسو ډیر مال لرئ: هغه مال د خدای مال؛ یا د خدای د بندګانو یا ستا سو مال دی که دخدای او د هغه د بندګانو وي اجازه راکړه د خپل حقه ګټه واخلو او پرېښاني مو پای ته ورسوو؛ که ستاسو خپل مال دی دا دخدای په بندګانو یې تصدیق کړه
« ان الله یجزی المتصدقین»
هشام وویل: دې هلک کوم عذر پرې نه ښود.
هغه صد زره اشرفی هغه خلکو او سل زره هم هغه هلک ته ورکړي.
***
جمال الدین محمد عرفي شیرازي (۹۹۹ مړینه) ناروغ شو او ناروغی هغه ډیر ډنګر او خوار کړ؛ څو په ظاهره دوستان یې پوښتنې ته راغله.
هر یوه په ملنډو هغه ته د اخیرت د سفر تانې ورکولې.
هغه له دې نېښ لرونکو خبرو په تنګ شو اد دا قطعه يې هغوته وویله:
د پروتي په حال کې پند ورکونکو دوستان
د بالښت او بستر شاوخواته ودرېدل لکه منبر
یو لاس پرږیره تیر کړ او غاړه کږه
ول وفا چا ته روزګار نه ده کړې پدر؟
په مقام او مال باید څوک ونه تړي زړه
څه شو د جمشید دولت او نوم د اسکندر
یو په نري ږغ او ژړاندو خبرو
په لستوڼي پاکوي د سترګو تر
یو بل په غوړه ژبه د خبری طراز شو
ول ستا مړینه به د تاریخ د انقلاب شي خبر
بل ول اندېښنه مه کوه له خوارۍ
ستا نظم او نثر زه ټولوم ټوله له یو سر
د لیکلواوسمون وروسته به کړم هغه نشر
چې ته غواړې ستا دیوان کړم درج په ګهر
و به لري هغه لیک لړپوهه او کلتور
هم به ولري پایله صفات او هنر
خدای عزوجل دی ماته فرصت راکړي
وبه ویني څه راولم ددې منافقانو پر سر
هغوی خجل شوه او ولاړه.
***
امیر یعقوب بن یوسف بن عبدالمؤمن (۵۸۰ - ۵۹۰ ) د موحدین د لړۍ یو پوه امیر وو، هغه خپل یو کارمند ته ولیکل: زما د زوی د ښوونې لپاره یو پوه سړی را ولیږه!
هغه له یو لیک سره دوه تنه ورولیږل په لیک کې یې لیکلي وه: دایو په پوهه کې «بحر» دی او دا بل په دیانت کې «بر » دی.
امیر خپله هغوی و ازمایله ،دواړه ناکامه شول ؛دواړه يې بیرته د هغه لیک سره ولیږل. هغه د لیک پر شا لیکلې وه :
« ظهر الفساد فی البر والبحر».
((صائب)) وايي
زالېم زلېم له مځه وړلی شي
د فولاد ی کمیس خیره په صابون نه ځی
***
عامل حلب و سلطان نورالدين ابوالقاسم محمود بن عمادالدين زنگي ( الملک العادل) ته په یو لیک کې ولیکل:
ما خبر تر لاسه کړی دلته یو شتمن مړ شوی د هغه شل زره دیناره میراث پاته دی د هغه وارٍث ماشوم دی زه د خیر غوښتنې له مخي دا مصلحت وینم دا میراث دولتي خزانې ته تسلیم شي او زوی ته يې مناسبه نفقه تعین شي. ستا سو مبارک نظر غواړم.
سلطان د لیک پر شا ولیکل:
خدای (ج) دی مرحوم وبښي؛ زوی دی خدای (ج) ځوان کړي؛ پر مال او میراث دی خدای(ج) برکت کښېږدی او فضول دی خدای( ج) په خپل لعنت اخته کړي.
***
قزل ارسلان « مظفر الدین عثمان بن ایلد گز» یو ورځ ظهیر فاریابي ته وویل:
د خپلي سرې ږیرې په هکله داسي شعر ووایه چې حسن طلب ولري:
واعظ ویل د منبر په سر
کله چې را شي ورځ د محشر
تورې ږیرې به په ورځ د سبا
وي د سپین ږیرو په پناه
خدای به د سپین ږیرو ګناه
وبښي تور ږیرو ته بیا
یو سور ږیرې ووهلته حاضر
په ږیره یې لاس ووهه چي یې واریده دا
ول موږ په حساب کې نه یو
په دواړو دنیاوکې د هیڅ کار نه یو
بنده هغه سور ږیرې مظلوم دی
چی د کار د انعام محروم دی
قزل ارسلان دا شعر خوښ شو؛ هغه ته يي انعام ورکړ..