د ټولنې معنوي، اخلاقي او ټولينز ارونه
عموماًٌ که موږ او تاسې وګورو د رنګ او ذات له پلوه د نړۍ ټول انسانان سره يو رنګ دي. همدا رنګه په ټوليزه توګه د ټولو انسانانو کړه وړه هم يو رنګ دي، انسان کارکوي، آرام کوي او داسې نور.... د انسانانو پر دې برابري د افاقيت او تلپاتې کېدو بنسټ کېښودل شوی دی، همدارنګه د انسانيت او ورور ګلوۍ نظام مخ پر وړاندې روان دی؛ خو که په عملي توګه موږ که په نړيواله کچه وګورو؛
نو انسان پر بېلابېلو مدارونو روان دی. د ځينو هيوادونو انسانان مخ پورته روان دي او ځينې بيا ډېر ټيټ او پاتې دي. همدارنګه ګورو د هر هېواد طبقاتي او ټولنيز نظام هم داسې دی، ځينې يې ډېر مهذب او لوستي دي او ځينې يې بيا د ټولينزو نا خوالو او پديدو له لاسه وروسته پاتې دي.
زموږ لويه بد قسمتي داده، چې د ژوند په بهير کې له پېړيو پېړيو راهيسې غير اسلامي هيوادونو موږ دې ته نه يو پرېښي، چې موږ دې په خپلې ټولنې اسلامي او ټولنيز ارونه عملي کړو، همدا وجه ده، چې زموږ له اخلاقي اقدارو سره سره کولتوري روايات هم مسخه شوي دي. زموږ حاکمې ټولنې د پرديو د تقليد او تبليغ په پايله کې موږ په پرله پسې توګه له اخلاقي اقدارو غورځولي يو. اوس زموږ لپاره هر ښه حاکم داسې حيثيت لري؛ لکه تېرو چې درلود. پخوا که د ټولنې وګړو له حاکمانو رنګ اخېسته، اوس حاکمان او آمره طبقه د ټولنې له خلکو رنګ اخلي. د دې يو بل علت دا هم کېدای شي، چې اوس نړۍ د يو کلي بڼه غوره کړې ده. اوس هر څوک کولی شي، چې بل هېواد ته لاړ شي، خپل بچيان ورسره بوځي د هغه ځای کولتور او رسم ورواج عملي کړي، هماغه کولتور دلته راوړي، که لرې پسې لاړ نه شو اوس موږ کولای شو پخپل کور کې دا هر څه وګورو، ځکه چې نږدې په هر کور کې کمپيوټر، انټرنېټ، ګرځنده تيلي فون، تلويزيون او نورې خبري رسنۍ شته، چې موږ شېبه شېبه د نړۍ له حالاتو نه خبروي. اوس موږ له هر لوري د غير اسلامي نړۍ په تقليد کې ښکېل يو، په پای کې ګورو چې زموږ ځوان نسل د يوې لويې اخلاقي تباهۍ پر لور روان دی.
اوس پوښتنه دا راولاړيږي، چې موږ د دې تقليد، ساينس او وسايلو برسېره ولې دومره نا ارامه او نهيلي يو؟ دې تقليد موږ ته څه راکړل. او څه مو دلا سه و رکړل؟ دا هغه پوښتنې دي، چې موږ يې ټول ځوابولی شو؛ خو ځکه يې په سر سترګو منو، چې دا زموږ د ژوند يوه لويه برخه جوه شوې ده، موږ که دا وسايل ونه کاروو، ژوند مو په ټپه دريږي. موږ دې ته تيار يو، چې اسلامي او اخلاقي اقدار دې ونه لرو؛ خو چې بې وسايلو نشو، موږ ښه پوهېږو، چې په همدې وسايلو موږ خپل اسلامي، اخلاقي او ټولنيز اقدار جوړلی شو؛ خو نه يې جوړوو؛ ځکه چې له مادياتو او مادي خوښيو بې برخې پاتې کيږو.