حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : پوهنمل محمود نظری
۶۸کښت
اوحدالدین انوری ابیوردی د خراسان په ښار کې ګرځېد یو سړی یې ولید، چې دده شعرونه وایي.
هغه ورغی اوله هغه يي و پوښتل:
دا د چا شعر ونه دي؟
هغه ویل : زما خپل!
انوري وپوښتل:
ستا نوم څه دی؟
هغه سړی ویل:
اوحدالدین انوري
هغه په ډیر غمجني او هېښتیا وویل:
سبحان الله! د شعر غلا مي لېدلې وه د شاعر غلا مې نه وه لیدلې!
ته به طاقت نه لری د اوریدو
اوریدل کله دی لکه لیدو
***=
مازني نحوي [ ابوالحسن نضر بن شميل دمرو یو لوی ادیب مړینه۲۰۳ يا ۲۰۴ ] وايي :
یوورځ خلیفه مامون په زړو کالو کې ولیدم
په خبرو خبرو کی راته وویل: هشام دا حدیث روایت کړی:
«اذا تزوج الرجل المرئة لجمالها و دينها كانت سدادآ من عور »
(که سړی له ښځې سره د جمال او دین په پار واده وکړی دا واد ه د هغه د فقر او اړتیا خنډ ګرځي)
دا چې خلیفه د (سداد) د سین په زور ووایه.
ما ورته وویل: سداد د سین په زیر ویل کیږي.
خلیفه ویل : زما غلطي نیسي؟
ځواب می ورکړ: یا د هشام غلطي نیسم چې داسې روایت یې کړی دی.
خلیفه وپوښتل : ددې دواړه توپير څه دی؟
ځواب مې ورکړ:
سداد د سین په زور د قصد مانا لري او د سین په زیر دخنډ په مانا دی نو دویم یې سم دی.
خلیفه وپوښتل : د دنیا له ماله څه لرې؟
ځواب مي ورکړ:
په مرو کې لږه مځکه!
خلیفه په یو کاغذ یو څه ولیکل؛ یو مریي ته يي وویل، چې ما وزیر فضل بن سهل ته بوځي
زه نه پوهیدم خلیفه څه لیکلي دي؛ چې وزیر کاغذ ولوست هغه له ما وپوښتل: ولې خلیفه پینځوس زره درهمه درکړل؟
ما ټوله نکل ورته وکړ.
هغه ویل: په خلیفه دی نیوکه وکړه !
ځواب می ورکړ:
نه زما نیوکه په هشام وه.
فضل دیریش زره درهمه نور ي پر واچولې او ماته يې اتیا زره درهمه راکړه
***
دفخر الدوله دیلمی له مړینې وروسته د هغه نهه کلن زوی مجدالدوله پاچا شو؛مګر د هغه مور «سیدې» ددربار کارونه تر سره کوله. کله چې مجد الدوله ځوان شو غوښتل یې ټول واک خپله واخلي؛ هغه د مور سره وجنګید په اخیر کې د مور لخوا ونیول شو او سیده خپله مستقیمه پاچا شوه.
په همدې وخت کې سلطان محمود غزنوي خپل اېلچي هغې ته ولېږی چې سیکه د هغه په نوم ووهل شي او خطبه هم د هغه په نامه وویل شي یا دا چې جنګ ته تیاره شي.
سیدې هغه ته ولیکل :
که مې میړه ژوندی وای شاید ویرېدلی وای؛مګر اوس هیڅ ډول تشویش نه لرم ځکه سلطان محمود غزنوي یو پوه پاچا دی پوهیږي په جګړه کې دواړه بری او ماته شتون لري .که دي پرما بری وموند خلک به وایي پر يوې سپين سري يې بری وموند. که ما ت شوې وایي به یو سپین سری هغه مات کړ. له همدې کبله زه ډاډه یم هیڅ کله به پر موږ برید ونه کړې.
سلطان ددی ځواب په اوریدو دلږ سوچ وروسته وویل :
سمه خبره يې کړې ده.
دبرید خیال یې له مغزه ویسته.
***
اموی خلیفه عمر بن عبدالعزیز ( ۹۹- ۱۰۱) پر یوپوه سردار« یزید بن مهلب بن ابی صفره» په غوسه شو او هغه يي بندي کړ.
د یزید یو دوست سعید بن عمر غوښتل هغه وویني؛ مګر خلیفه امر کړی وو هغه ته څوک ور پرې نه ږدي.
سعید خلیفه ته ورغی او هغه ته يې ویل: هغه زما څخه پینځوس زره دیناره پوروړی دی اجازه راکړی د هغه سره وګورم.
. خلیفه هغه ته د لیدو اجازه ورکړه
سعید وايي: ما له هغه سره ولیدله .
هغه ویل د لیدو امر دی څرنګه تر لاسه کړ؟
ماځواب ورکړ: ما خلیفه ته وویل : ته مي پینځوس زره دیناره پوروړی يي.
هغه ویل: زه نه غواړم ته دورغجن شې،
بیا یي خپل کور ته پيغام واستوی چې پینځوس زره دیناره راوړي ؛ هغه يې ماته راکړه.
زه خلیفه ته ورغلم ؛ټوله نکل مې هغه ته وکړ او ورته ومي ویل: د پیسو غوښتل یوه بهانه وه!
هغه د یزید بن مهلب دی همت ته اریان شو
ویل يي: زما ملازیمان دومره همت لري زه ولې نه!
د یزید د خوشی کیدو امر يي ورکړ
***
خلیفه معتصم عباسی د خاقان د لوی امیر مېلمه وو
هغه یو کوشنی زوی د فتح په نامه درلود
خلیفه معتصم د هغه له زویه وپوښتل:
ستاد پلار سرای ښکلی دی که زما؟
فتح ځواب ورکړ:
تر هغه چې امیرالمومنین دلته وي زماد پلار سرای!
معتصم وخندل او هغه ته يې خپله ګوتمۍ وښووله او له هغه يې وپوښتله:
ددې ګوتمۍ دی ښه شی لیدلې دی؛
فتح ځواب ورکړ: هو. هغه لاس چې دا ګوتمۍ يې په ګوته ده.
خلیفه ډیر خوشاله شو او هغه ګوتمۍ یې هغه ته ورکړه .
***
کله چې امیر تیمور هندوستان ونیو سازیان يي راوغوښتل او هغو ته يي ویل :
ما اوریدلي دي دلته ښه سازیان شته .
هغو یو ړوند سازی ورته راوست چې ډیر پوه وو.
هغه ساز پیل کړ.
امیر تیمور ته يي ډیر خوند ورکړ له هغه یې وپوښتل :
ستا نوم څه دی؟
هغه ځواب ورکړ: دولتشاه
امیر تیموروپوښتل: آیا دولت هم ړوندکیږي؟
هغه ځواب ورکړ: که ړوند نه وای د ګوډ سرای ته به راغلی نه وای.
***
د هلاکو خان په وخت کې غازان بهادر په « امل» کې مقرر شو. وایي په هغه وخت کې اصیل الدین د استیفا دیوان نایب صدر وو.
غازان بهادر یو ټوکی درلود چې په ټولو درباریانو یې بېله اصیل الدین
ملنډې وهلې.
امر غازان له هغه وپوښتل : ولي په دې خواجه ملنډې نه وهې؟
ټوکي ویل : هغه لوی سړی دی.
امر غازان وپوښتل: هغه له دې نورو بزرګانو څه لوی دی؟
ټوکي ویل: د هغه لویي داده چې هغه هروار سل دیناره راکوي او نور دوه دیناره
امیر اصیل الدین راوغوښت له هغه څخه يې ددې کار سبب وپوښت.
هغه ځواب ورکړ: د دنیا مال دوه خویه لري: یو د د ې لپاره یې یوه ته ورکوو چې د هغه لاس ونیسو دویم ددې لپاره یې یوه ته ورکوو چې پښې نو ونه نیسي
کنه د پیسو ګټه څه ده .