حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : پوهنمل محمود نظری
۶۶کښت
د سنجار( د بین النهرین یو ښار دی ) په مسجد کې یو بد ږغی مؤذن وو .د هغه مسجد خاوند یو ډیر نیک سیرته سړی وو؛ددې لپاره چې هغه ونه ځوریږي هغه ته یی وویل:ددی مسجد پخوانی مؤذنانو ته مې پېینځه دیناره ورکول تا ته لس دیناره درکوم چی بل ځای ولاړ شې!
هغه ومنل او ولاړ. د څه مدې وروسته هغه امیر ته راغلی او هغه ته يې ویل:
زما سره دی ستم کړی ؛ زه دي په لسو دینارو له مسجده ویستم. هلته چې اوس یم هغوی شل دیناره راکوي، چې بل ځای ولاړ شم؛ مګر زه يي نه منم!
امیر له خندا شین شو او هغه ته يې په ځواب کې وویل:
پام د پینځوس کم وانخلې!
***
دسړي له یو پوه څخه وپوښتل :نیک مرغه څوک دی او بد مرغه څوک دی ؟
هغه ځواب ورکړ:
نیک مرغه هغه دی چې یې وخوړل او ویې کړل او بد مرغه هغه دی، چې مړ شو او ترې پاته شول.
***
یو سړي یوپرهیږګار ته چې ډیر اړ وو وویل:
فلانی ډیر شتمن دی که پوه شي ته اړیې دستي مرسته درسره کوي!
دواړه هغه سخی ته ورغله؛ ددوی په لیدو د هغه شونډان وځړېدل او ټنډه یې تروه شوه
پرهیږګاره سړی دستی بهر راووت
هغه بل سړی ترې و پوښتل : ولي راووتې؟
پرهیږګارځواب ورکړ: د هغه بښنه مي د هغه څیرې ته وبښل!
له بدوربوزی حاجت مه غواړه
که وايي د زړه غم هغه چا ته ووایه
چې له مخه یې په نغد ه په خندا شي
نه چې له بده خويې یی په ژړا شي
***
یو بادر جنګیالی د تاتار( ترکمنستان ) کې ټپي شوچا ورته وویل :
فلانی نوشدارو لري له هغه دا دارو وغواړه.
داچی هغه په بخیلي مشهور وو
که یي دډوډۍ پر ځای لمر وای په دسترخوان
چا به تر قیامت نه وای لیدلی ورځ په جهان
هغه بادر وویل: خدای خبر چې را به يي کړې: ګټه به وکړې؟
له هغه څخه غوښتل خپله وژنکي زهر دي!
چې څه د بخیلانو په منت غواړې
تن به دی زیات او له ځان به دی کم کړی
حکیمان وايي: که اب حیات د ابروی په بیه شي پوهه سړی به هغه وانخلي.
که مړغونی خورې له لاسه دخوشخوی
ښه له هغه خوږود لاسه د تریوخوی
***
یو مسافر ستړی او وږی یو مجلس ته ورغی . هلته هر مېلمه یو طنز یا لطیفه ویل، له هغه څخه يي وغوښتل هغه هم یوه لطیفه ووایي.
هغه ویل زه یوازې دا یو بیت وایم.
زه وږی یم مخ ته می اواردی د سترخوان
لکه جره مخی ته ولاړ دښځو د حمام
هغوی پوه شول ،چې مسافر ډیر وږی دی.
کوربه ورته وویل: وده چې کوفته د رته راوړې
مسافریې په ځواب کې و ویل:
زما په دستر خوان مه وایه کوفته
وږی ته وچه ډوډي ده کوفته