Afghan adabi baheer - حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
تر دې مهاله پورې د ډېرو كتل شويو مطالبو په منځ كې كوم يو نه دى ټاكل شوى .
  منځپانګه  
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند
· غزل : ډاکتر حسن-لندن
· غزل : محمد یوسف خدمتګار
· غزل : ولایت خان ځدران
· د حسین ژوند/ ژباړه : شرر ساپی
· خرسور افلاطون : محمود نظری
· غزل : انجينيرهمت الله امين زی
· شمال ميشتي فرهنګيان...... :احساس
· منا جات : نورعلی شاه
· غزل : طالب منګل
· دقدرشپه کې : زرلښته حفيظ

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 10 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3139910
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

هنر: حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 
هنرې ليكنېحاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : پوهنمل محمود نظری
۶۲کښت
یو پاچا ته یو سوال پیدا شو ،چې د نړۍ تر ټولو مردار شی به څه شي وي؟
ددې کار لپاره یې خپل پوه وزیر ته دنده ورکړه چې ددې سوال ځواب پیدا کړې او هغه ته یې ویل: که دې سم ځواب پیدا کړ خپل تخت او تاج تاته درکوم.

وزیر دسفر موزې په پښو کړې، رهي شو په هره سیمه کې یې له خلکو ددې سوال ځواب پوښته د یو کال په لړ کې يي پیدا کړه چې دانسان فاضله مواد تر ټولو مردار شی دی
وزیر بیرته خپل ښاررا وګرځید، ښار ته نژدې يې یو شپون ولید له هغه یې وپوښتل :
د نړۍ تر ټولو مردار شی څه شی د ی؟ ما په دې یو کال کې مالوم کړه چې دانسان فاضله مواد تر ټولو مردار شی دی ،ته څه وايي؟
هغه ورته وویل: په ځواب يي پوهیږم خو په یوشرط یې درته وایم وزیر نه اوریدلی شرط مني
شپون ورته وایي: زما شرط دا دی چې ته خپل فاضله مواد وخوره
وزیر په غوسه کیږي او نژدې ووهغه مړ کړي
شپون ورته ویل: ته کولي شي ما مړ کړې مګر ددې پوښتنې ځواب به پیدا نه کړې دا ځواب چې تا پیداکړی غلط دی ته دا شرط پوره که چې سم ځواب يې درته ووایم
لنډه دا چې وزیر د تاج او تخت ته د رسیدو لپاره دا شرط ومنه او اوخپل فاضله مواد يې وخوړل
شپون هغه ته وویل : تر ټولو مردار شی طمع ده هغه چې تا سوچ کوی هغه تر ټولو مردار شی دی هغه دی ورته وخوړئ!!!!
***
د علامه اقبال استاد هغه ته املا ویل هغه اقبال ته ویل:
غلط ولیکه!
علامه هغه به« ت »غلت ولیکه
استاد یې ډیر په غوسه شو ځکه له داسې یو وېښيار شاګرد څخه یې دا تمه نه لرله چې دا غلطي وکړي
علامه يي په ځواب کې وویل
غلط کو ہمیشہ غلط ہی لکھا جاتا ہے۔
غلط تل غلط لیکل کیږی
***
یو ورځ یو چاغ او غوښن سړی برنارد شاو ته چې ډنګر وو وویل:
چې تا وینم داسې راته برېښي چې په اورپا کې قحطی را غلې وي
هغه يي سمدلاسه په ځواب کې وویل :
زه چې تا ووینم داسې سوچ کوم چې ددې قحطی لامل ته يي!!
***
یو ورځ یو ځوان لیکوال له جورج برنارد شاو څخه وپوښتل:
د څه شی لپاره لیکنې کوې؟
هغه ورته وویل : د یوې ګولې ډوډۍ لپاره!
هغه په غوسه ورته وویل:
بښه غواړم زه ستا خلاف د فرهنګ لپاره لیکنې کوم!
برنارد شاو سمدلاسه ځواب ورکړ:
دا عیب نه دی زویه ! زموږهر یو د هغه څه لپاره لیکو چې يي نه لرو!
***
یو ورځ یو خبریال برنارد شاو ته وویل: ستا ټولي خبرې حکیمانه او سمي دی مګر یو شی مو ښه نه دی
برنارد شاو ترې وپوښتل : کوم شی؟
هغه وویل:
دا چې تل د پیسو پسي يي
برنارد ترې وپوښتل:
ته د څه شی پسې یي؟
هغه په لوړ ږغ په ولولو وویل :
انسانیت، شرافت
برنارد شاو يې په ځواب کې وویل :موضوع حل شوه
هر یو د هغه شی پسې یو چې هغه نه لرو

***

بارنارد شاو د ویلون ږغولو یو کنسرت ته تللی وو د کنسرت وروسته کوربه له هغه څخه وپوښتل:
ستاسو نظر ددې ویولون ږغونکی په هکله څه دی؟
شاو ځواب ورکړ:
ماته يي «پادروسکی» را په یاد کړی
کوربه ورته وویل:
لکه چې استاد اشتباه کړې ده پادروسکی ویلون ږغونکی نه وو
شاو ورته وویل : دا سړی هم هغه ډول دی!
***

یو ورځ په یوه محفل کې یو ښکلې هنرمنده د برنارد شاو تر څنګ ولاړه وه او په ملنډو یې شاو ته وویل:
زه هیله لرم ستا سره واده وکړم
شاو ترې وپوښتل : ددې کار ګټه څه ده؟
هغې ورته وویل: زموږ زوی به ډير ښه وي ښکلا به زما او عقل به ستا څخه په ارث یوسي
شاو ورته وویل:
ویریږم چې ښکلا زما او عقل ستا څخه په ا رث یونسي

اخځونه
Forum.isatice.com-1
Gogolimagholi.blogsky.com-2
Locop.com-3

د خپرولو نيټه: جمعه، 28 كب ، 1388 خپرندوى zadran
 
  پيوندونه  
· . هنرې ليكنې
· . zadran


. هنرې ليكنې:
د اريانا تلويزون او عابد

  امتياز  
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1