حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : پوهنمل محمود نظری
۶۰کښت
صایب تبریزي د حافظ د یوشعر په ځواب کي ویلی دی
حافظ
که ښکلې د شیراز راشی غیږ ته زما
تر هندوی خال به يي جارکړم سمرقند او بخارا
په ځواب کې وايي: صائب تبريزي ېې
که ښکلې د شیراز راشي غیږ ته زما
تر هندوی خال به يي جارکړم سر و لاس اوپا
هر څو ک چې څه بښي ودی بښي له خپله جیبه
نه لکه حافظ چې بښي سمرقند او بخارا
شهریار بیاد حافظ ننګه کوی او دصایب په ځواب کې وايي
که ښکلې د شیراز راشي غیږ ته زما
تر هندوی خال به يي جارکړم روح او اجزا
نه لکه صایب چی بښي سر ، لاس او تن او پا
سر او لاس او تن او پښې ګور ته بښي
نه هغه ښکلې ته چې يې وړی دی زړه زما
***
غني کشمیري د ژوند په هکله څه ښه وایي
افسوز چی ولاړه نشه د شباب
مست نه شوو یو ګړی له باده ناب
د دنیا لیده ته راغلو لکه حباب
چې سترګی مو خلاصی کړې راغی خواب
***
له بلخ څخه تلم، لاره امن نه وه. غله هر چیر ی مسافرو ته په خزه کې ناست وه زما سره یو کولنګي ځوان چې لوړ قد او پياوړی اندام يي درلود و، هغه په ډال له ځانه ښه ساتنه کوله ،په غښو ویښتوکې ښه برلاسي و او په لیندۍ کښلو کې استاذ و، مګر یو عیب يې درلود په ناز او نعمت کې لوی شوی وو د نړۍ تودو او سړو نه و وهلی ،سفر ونه یې نه وه کړی
ددښمن په لاس شوی نه وو اسیر
نه و شوی پر باران د تیر
په لاره کې يې هر زوړ دیوال چپه کوه او هره ونه چې یې لاره وربندوله له زوره د جرړې شکوله
کوم دی پيل ؟ چې زور د مټو او اوږو وویني
کوم دی زمری؟ چې زور د لاسو او چمبو وویني
په لاره دوه هندوان د یوې غټې ډبرې شا ته خزه وه د یو لرګی په لاس او د بل لوټه په لاس کې وه د هغو په لیدو د ځوان د لاسه غښۍ او لیندۍ ولویده او په ریږدېدو شو
هغو زموږ کالي او وسلې را څخه واخیستل خوشاله وو چې ژوندی پاته شو
مسافرو هغه ځوان ته بدبد کتل یو پوه سړی د هغه په دفاع کې وویل
درانه کارونه په جهان ګښته سړی سپاره
خښمن زمری ننباسي په غوټه د کمند
ځوان که څه پياوړی او وی پيل تن
د دښمن له هوله په جنګ کي شلوی پيوند
جنګ ازمایلو جنګیالو ته مالوم دی
لکه د شرع په مسلو چې پوهیږی دانشمند
***
له یو پوه څخه یو سړي وپوښتل :
نیکمرغه او بد مرغه څوک دی؟
هغه ځواب ورکړ:
نیکمرغه هغه دی چې یې وخوړل او ويې کرل او بدمرغه هغه دی چې مړ شو اوتر ې پاته شوه
لمونځ مه ورکوه هغه ته چې هیڅ یې ونه کړه
چې ټول عمر يې ما ل ټولوه او ویي نه خوړه
***
د یو یهود او مسلمان شخړه وه مسلمان په غوسه ویل: الهی که زما دا سند سم نه وي زه دي یهود له د نیا تیر شم
یهود ویل: په تورات قسم که زما خبره سمه نه وي زه دي د اسلام پیرو شم
د یو یهود او مسلمان وه نزاع
ما ته خندا راغله ددوی په دعا
خښمن مسلمان ویل: که دا زما قواله
سمه نه وی یهود دی تیر شم له دنیا
یهود ویل: په تورات اخلم قسم
که خلاف ووایم زه دی مسلمان شم
***
یو شپون له خپله پوه پلار وغوښتل نصیحت ورته وکړي:
پلار یې ورته وویل: دخلکو سره نیکي کوه تر هغه کچه چې سوچ و نه کړي چې غوړمالي ورته کوې اوهغه مغرور شي
یو شپون ویل پلاره ته ای پوه
ماته ووایه ښه پنده څو
ویل يي مړانه کوه نه دومره
چې د رته ببرشی تیز غاښه لیوه
***
په دربار کی څودرویشان وه پاچا هغوی ښه نازوله .پاچا ته د کوم یوه کړه خوند ورنه کړ نوپر ټولو بد ګمانه شو او هغوی يي بندیان کړه
زه د هغو پوښتنی ته ورغلم مګر څوکیدار اجازه رانه کړه
شاعر څه ښه ویلی دی
د امیر او وزیر او سلطان سره
بی سبب مه شه دناستی ارمانجن
سپي او دربان چی پیدا کړی غریب
دا یي غاړه نیسی هغه بل يي لمن
چي درباریان خبر شول، زما درناوی یې وکړ او ما پاچا ته په خبرو خبرو کې داسی وویل:
څه جرم ولید پاچا د پخوانیو نعمت خورو
چې بنده په خپل نظر خوار شمېری
خدای چې تل بزرګوار دی او کازی
دجرم د لیدو لپاره روزي ورکوي
پاچا ددې پوښتنې او ځوابه خوشاله شو هغوی یې بیرته لکه پخوا ونازول
دا چې کعبه د حاجت قبله شوه له لیري
خلک ورځي زیارت ته له ډیره فرسنګ
ته باید سوچ وکړی په دی متل
چې څوک نه ولي بې ثمره ونه په سنګ