حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن ۵۸کښت :پوهنمل محمود نظری
وايي یو شپون چې د موسی (ع) په وخت کې اوسیده خدای ته داسې مناجات کوله :
ولید موسی یو شپون په لاره
چې ویل يي ای پروردګاره!
ته چیري یې چې شم دي چاکر
ګاولی دی وګنډم زمونځ دی کړم سر
کالی دی ومینځم شپږې دی وپلټم
شیدی درته راوړم ای محتشم
لاس دی مچ کړم پښې دی چاپي
چې ویده شې وکړم پاکي
ستا دی جار شی ټوله وزې زما
اوپه یاد دی هيهى وهيهاى زما
موسی (ع) دهغه د دې مناجاتو له اوریدو څخه ډیر خښمن شو او له هغه څخه يې و پوښتل:
له چا سره خبری کوې؟
شپون ورته وویل:
هغه چا موږیي کړی یو پیدا
چې دا مځکه اسمان له هغه شوی هویدا
موسى (ع) هغه ته په غوسه و ویل:
ته کفر وایي.
ستا بوی د کفر جهان کړ ګنده
ستا کفر ددین ورېښم کړه ژنده
موسی (ع) ورته وویل :
خدای (ج) هغه موجود نه دی چې ګاولو ته اړتیا ولري. شیدی وڅښي...
شپون ددې خبرو په اوریدلو خپله دننه ارمتیا له لاسه ورکړه او په پرېښاني یې موسی (ع) ته ویل:
ای موسی زما ژبه دی کړه بنده
له پښېماني دي زما ځان وسوه
او د بیابان خوا ته يې مخه کړه
مګر
موسی ته راغله وحی د الله
زما بنده دی کړ جلا زما
ته وصل کولو ته يي راغلی
یا جلا کولو ته مې یې راستولی؟
هر چا ته مې یو سیرت ورکړی
هر چا ته می یو اصطلاح ورکړی
موږ ژبه نهګورو او نه قال
موږ روان ګورو او حال
د زړه ناظر یوکه وی خاشع
که څه لفظ وایی ناخاضع
موسی (ع) د شپون پسې رهی شو او ته یې ناری کړه:
ستا کفر دین دی او دین دی نورد ځان
ته ایمن یې او نړې ستا نه ده امان
ما ونه کړ امر چې وکړم سود
مګر پر بندوګانو وکړم جود
په کعبه کې دننه رسم د قبلې نشته
څه غم د لامبو زن چې بوټ یې نشته
د عشق ملت د ټولو دینو جلا دی
د عاشقانو ملت او مذهب الله دی
***
ښځی مړه ته وویل : ای دلاله! ای بینوا!
سړي ځواب ورکړ:
له خدایه شکر چې زه په دې منځ کې بې ګناه یم لومړی یې ستا لخوا دی او دویم یې د خدای لخوا
***
یو سړي د موچڼو سره لمونځ کوی یو غله غوښتل د هغه موچڼې غلا کړي نو هغه ته يې وویل:
د موچڼو سره لمونځ نه کیږي!
هغه ځواب ورکړ:
که لمونځ نه کیږي موچڼې هم نه ورکیږي
***
یو ه ښځه کازي شریح ته ورغله او له خپله میړه يې شکایت وکړ چې نفقه نه ورکوي
کازی يي د میړه وپوښتله
هغه ځواب ورکړ : تر خپل توانه شی نه ترې سپموم
شریح وپوښتل:
څومره توان لرې؟
هغه ځواب ورکړ.
زه یوازې اوبه و رکولی شم هغه ډوډۍ هم غواړي
شریح وخندل او دهغو سره یې مرسته وکړه
***
هغه مهال چې اسکندر په کورنت کې و د دیوژن شهرت یې واورید نوپه شاهي ډبډبه د هغه لیدو ته ورغی
دیوژن لمر ته پروت و اسکند ر ته يي اعتنا ونه کړه او له ځایه ونه ښوریده
اسکندر په غوسه ورته وویل: زه دې ونه پیژندم چې زما درناوی وکړې؟
هغه به سړه سینه ورته ځواب ورکړ: ومې پيژندلي ، چې زما د بنده له بنده ګانو څخه يې نو درناوي مي ضروره ونه ګڼله
اسکندروپو ښتل:
پوه نشوم؟
دیوژن ورته وویل: ته د حرص او آز او خښم او شهوت بنده يې حال داچی هغوی زما بنده ګان دی
مولای روم وايي
زه دوه مرییان لرم چې دي حقیر
هغه دواړه پر تا دی حاکمان او امیر
ويي پوښتل، دا دوه څه شی دی؟ دا دی زلت
ویل یي دایو خښم دی او بل شهوت
یو بل نکل وایي هغه د اسکندر په ځواب کې وویل: ته هر څوک چې يي زما مقام او منزلت نه لرې مګر دا چې د یونان مطلق العنان حاکم اوسې؟
اسکندر ځواب ورکړ : هو یم
دیوژن ترې وپوښتل: تر تا لوړ مقام څه شی دی؟
هغه ځواب ورکړ: هیڅ
دیوژن سمدلاسه ورته وویل: زه هغه هیڅ یم نو ستا تر مقامه لوړ یم
اسکندر په چرت کې شو او ويي ویل:
هر شی چې ته وغواړې زه يې د رکوم!
فیلسوف ور ته وویل:
ایسته په ما سایه مه کوه
بل روایت وایي هغه ورته وویل:
غواړم زما له سره دی سیورۍ ایسته کړې
دی ځواب دومره د اسکندر په مغز اغېزه وکړه چې بې اختیاره يې چغه کړه:
که اسکندر نه وای غوښتل مې دیوژن وای
***
د افریقاد شمال په یو ښوونځی کې یو ډیر خښمن ، تریو او ګوږخولی ښوونکی دنده درلوده چې د زده کوونکو سره يې ډیره جفا کوله یو يې په چپیړه وهه ، بل يې نوکارې کاوه، هیڅ زده کوونکی د هغه مخی نه خندیدلی نشو نو خلکو هغه له ښونځی څخه وشړئ او یو ښه ښوونکی یې د هغه پر ځای وټاکی
هغه ښه خوش اخلاقه برده بار سړی و ډیرې خبرې یې نه کولی اوزده کوونکي یي نه وهل.
زده کوونکو هم سبق نه وایه د مشق تختې به یې د یو بل په سر ماتولې
دوې اوونۍ وروسته چې له هغه ځایه تیردم ومي لیدل هغه لومړي ښوونکی بیرته سبق ورکاوه
ډیر خپه شوم تعجب مې وکړ او ویل مې: «ولا حول ولا قوة الا بالله» ولی مو دا ابلیس بیا راوست
یو سپین ږیری په طنز راته وویل:
د بې هیبت ښوونکی اوبې آزار
ماشومان بایلی خپله نالیچکه په بازار
یا
پاچا زوی ښوونځی ته واستوه
د سپينو زرو ډره یې څنګ ته کیښوده
پر هغه يې ولیکل په زر
د استاد جور ښه دی تر مهره د پدر