Afghan adabi baheer - تلويزنونه او هندي بې مفهومه سريالونه
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
د نن ورځې تر ټولو ډېر كتل كېدونكى مطلب :

غزل : محمدیوسف
  منځپانګه  
· غزل : انورالحق يرغل
· امبور : پوهنمل رحمت ځواکمن
· دمسعود احمد څو ښکلي غزلونه
· غریب : شیرین اغا جهانګیر
· د ښکلا دښمن : اسدالله زمری
· دحسین ژوند/ژباړه : شررساپی
· اختر څنګه ولمانځو؟ مولانا احمدشاه
· غزل : جلان
· خېرا:شیرین اغا جهانګیر
· دلوګردخلکودمبارکۍ پيغام : ستانکزی
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 14 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3140946
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

هنر: تلويزنونه او هندي بې مفهومه سريالونه

 
هنرې ليكنې

د افغانستان تلويزنونه او هندي بې مفهومه سريالونه :قاضي محمد طارق نجم – نړۍ اونيزه
      په دا وروستيو كې په افغانستان كې د ملي تلويزيون په شمول يو لړ شخصي تلويزيونونو هم فعاليتونه پيل کړي او بېلابېل پرګرامونه خپروي. په دې ټلوېزنونو كې يو شمېر داسې فلمونه او ډرامې خپرېدلې چې د هنري ارزښت تر څنګ يې ټولنې ته اصلاحي پيغام درلود خو كله چې يو لړ تلويزونونو هندي ، پښتو يا دري ته ژباړل شوې ډرامې لكه د هر كور كيسه، دلهن ، زمانې خوش هم عروس بود، امتحان زنده گي، مادر او داسې نورې نشر ته و سپارلې چې په هغوي كې زمونږ د نوي قشر عقيدوي انحراف، د فكرونو غلطول او حتى فحاشت خپرول هم داخل وو نو د هيواد د علماؤ په شمول يې د ټولو هغو مسلمانانو ورونو چې د سليم عقل خاوندان وو، نظرونه ځان ته ورواړول.



      هماغه وو چې د افغانستان يو لړ علماوو په خپلو جوماتونو كې د دې خلاف غږ پورته كړ او د علماوو شورا هم د دې مخالفت پيل او رسماً يې اعلان وكړ چې ددې كار د بنديز لپاره دې چارواكي عملي اقدام وكړي.
      د وخت په تيريدو په هغه هم څه كار ونشو بالاۤخره په نتيجه كې نشرياتو په غټو ټكو وليكل چې : طُلسي وګټله او علماؤ بيلوده.
      كه په دغه موضوع يو ژور نظر واچول شي خورا مهمه بريښي او هغه داسې چې د افغانستان مسلمان ملت د خپل اسلام او د هيواد د استقلال لپاره خپلې وينې توى كړې ، ماشومان يتيمانان او تورسرې يې كونډې شوې، د جهاد تر څنګ يې د خپل ناموس او حيا د حفاظت په موخه ګاونډي هيوادونو ته هجرتونه وكړل. اۤيا هغه عبث لاړل؟ .... نه هيڅكله نه.
      دا يو رښتينې حقيقت دى چې نن د همدغو هندي سريالونو له امله افغاني ماشومان دومره متأثره شوي دي چې په كورونو كې د هماغو هندوانو د رسوماتو پيښې كوي، د دوه لاسونو په يوځاى كولو او بيا د تندي په لوري چا نه د بخښنې په موخه اوچتول يې خپل عادت ګرځولى دى .
      يو لړ تورسرو خو د هماغه هندي بې حيا لباس (ساړي) ډيزاين خپل دود ګرځولى دى چې بيا پرې فخر هم كوي چې ډيره د شرم او افسوس خبره ده.
      بله لا ډيره بدتره دا چې په ځانګړې توګه د هيواد په يو لړ ولايتونو كې بعضې ميرمنې له ميړونو څخه په عادي جار وجنجال باندې ځانونه خلاصول ، هم د همدغه سريالونو زيږنده ده.
      له بلې خوا مو د اطلاعاتو او فرهنګ موجوده وزير خرم صاحب د پخواني وزير رهين صاحب په څېر ځان بې مسؤليته ګڼي چې لمر په دوه ګوتو د پټولو معنى لري او لوي څارنوالي هم د كوم غريب او بې چاره د نيولو نه پرته په داسې موضوعاتو كوم قرار صادر نكړ او يا حد اقل كومه دوسيه يې ترتيب نه كړه چې بيا يې د سترې محكمې له لارې د محاكمې غوښتنه كړې وه.
      په خپله د سترې محكمې موجوده عالي شورا چې په راس كې يې پوهاند عبدالسلام عظيمي واقع دى ، كله دې ټكي ته مخ راوانه ړاوه چې حد اقل د دې په خلاف خو يې د دې درې كلونو په اوږدو كې خپل غږ پورته کړاى واى ، د ښاغلي مولوي فضل هادي شنيواري صاحب په وخت كې خو لا  په عامو نشرياتو كې يوه اندازه د ساز او سرود مخالفت هم كيده چې په دې اړه دهغې وخت د عالي شورا د يو تن غړي مركه چې د بي بي سي راډيو سره يې كړې وه د يادونې وړ ده.
      خو داسې معلوميږي چې موجوده عالي شورا لپاره به د دې نه د مخدره موادو مسئله ډيره مهمه وي ...........؟
      ډيره عجيبه خو لا دا ده چې ستره محكمه خو د احتساب شعبه هم لري چې ماموران يې خواران له خپل مسؤليت څخه ړانده او فقط مياشت په مياشت د تنخوا لپاره راځي او بس نه امر بالمعروف شته او نه نهي عن المنكر...؟
      زما په اند د افغانستان ملت فقط د كابل يو څو په شمار خلك او يا د غرب او هند نه راغلي خلك نه تشكيلوي بلكې دا خو د سپيڅلو مجاهدينو، غازيانو او متدينو مسلمانانو هيواد هم دى. هغوي د خپلو نشرياتو نه د دې بېهوده او بې مفهومه سريالونو په ځاى د الله اكبر نعره اوريدل غواړي.
      كه دا تول نشريات په خپلو خپرونو كې سالم بدلون رانه ولي نو لرې نه ده چې د افغانستان مسلمان ملت به يې د بنديز لپاره عملي مبارزه پيل كړي چې بيا به يې زيان او پړه د تلويزيونونو د مالكانو په غاړه وي.       والسلام

د خپرولو نيټه: پنجشنبه، 17 مرغومى ، 1388 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . هنرې ليكنې
· . lawang


. هنرې ليكنې:
د اريانا تلويزون او عابد

  امتياز  
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

هنرې ليكنې

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1