حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن :پوهنمل محمود نظری
۵۲کښت
یو بیړاغوښتل یو خره ته خبرې ورزده کړي نو خبرې يې هغه ته تلقینو لې، یو حکیم هغه ته ویل:
ای ساده! بیځایه هڅه مه کوه چې څوک دي سپک نه کړي ، دا خیال له سره وباسه ځکه خر ستا څخه خبری نه زده کوی خو ته کولی شې چوپوالی له هغه زده کړې
حکیم ورته ویل څه کوی ای نادانه
ولی نه ویریږی د ملامتګر له بیانه
بوده ګان نه زده کوی خبر ی له تا
ته زده کړه له هغو چوپتیا
هرڅوک چې سوچ ونه کړی په ځواب
خبره یې ډیره شي ناصواب
یا خبرې کوه لکه پوهان
یا چوپ شه لکه بوده ګان
***
لقمان حکیم ،حضرت داوود عليه السلام ولید چې په لاس کې یې وسپنه لکه موم ویلي کیږي دا چې پوهیده دا سوال یې بې پوښتنې ځوابیږي چې هغه څه شی جوړوي نو له هغه څخه یې ونه پوښتل اووصبر يې وکړ تر هغه چې پوه شو چې هغه زغره جوړه کړه
چی لقمان ولید په لاس کې د داوود
وسپنه پسته کیږی لکه موم
ويي نه پوښتل چې څه جوړوئ
ځکه چې بې پوښتنې کیده مالوم
***
یو چا له یو حکیم څخه وپوښتل:
داچې خدای (ج) ډیري مثمرې او نامتو ونې پيدا کړي دي مګر خلک یوه هم د آزاد په نامه نه پیژني، څه حکمت دی چې د سرو ونه چې میوه نه لري هغه ته سرو آزاد وایي
حافظ یې ځواب داسې وايي:
هر ونه کله ګالي جفا د منی
مريي د سرو د همت یم چې دا جفا ګالي
بل ځواب یې دا دی :
په هغه چې تیریږی زړه مه بندوه چې دجله
د خلیفه وروسته تر اوسه جاری ده په بغداد
که میوه کوئ لکه خرما اوسه
که بې ثمره يې لکه سرو اوسه آزاد
***
یو سړي له یو حکیم څخه وپوښتل: داچې ښی لاس دومره فضلیت او کمال لري نو ولې خلک ګوتمۍ په کین لاس کوي.
هغه ي ځواب ورکړ : مګر نه پوهیږې، چې تل د کمال اهل اود فضل څښتنان د دنیا له نعمته محروم دی؟
آنكه حظ آفريد و روزى داد
يا فضيلت همى دهد يا بخت
هغه چې بخت پیدا کړی او روزي ورکوي
یا فضلیت ورکوي یا هم بخت
***
یو پاچا د خپل نوکر سره په بیړۍ کی سپوراو سفر يې کاوه دا چې د نوکر لومړی وار و نو ژړل يې اوله ویرې ریږدیدی او بې تابي يې کوله، هر څه يې چې دلداري ورکوله هغه نه ارامیدی
یو حکیم پاچا ته وویل: ما ته فرمان راکړی زه به هغه ارام کړم.
پاچا اجازه ورکړه حکیم وویل: هغه دریاب ته واچوی.
هغه د څو غوطو وروسته چیغې کړې: ما وژغورئ!
حکیم هغه د سر د وېښتانو ونیوی او بیړۍ ته يې را پورته کړی هغه کرار د بیړۍ په یو ګوټ کې غلی کیناست
پاچا له حکیم څخه د دې کار د حکمت په هکله وپوښتل:
حکیم ځواب ورکړ : هغه د ډوبیدو ځور نه و لیدلی او د بیړۍ د سلامتي په قدر نه پوهیده د عافیت په قدر هغه څوک پوهیږی چې مخکې په مصیبت اخته شوی وي.
ای موړ زویه! تاته اوربښینه ښه نه ایسي
زما معشوق دی هغه چې تاته دی زشت
د جنت حوری ته اعراف دی دوږخ
او دوزخیانو ته اعراف دی بهشت
*اعراف د جنت او دوږخ تر منځ یوه کلاه ده
توپیر لري هغه چې یار يي وی په غیږ کي
د هغه سره چې دوې سترګې يې وره ته دي په انتطار کي
***
پاچا د یو بې ګناه د اعدام امر ورکړ ځکه هغه بې اعتنایي کړې وه
هغه پاچا ته وویل :زما وژل د نفس په پرې کولو ختمیږي او دګناه بار به تل ستا پر اوږو سنګیني وکړي
د بقا دوران لکه د سارا باد شو تیر
ترخه او خواږه بد اوښه شو تیر
دستمګر ګڼي چې پر موږ یې ستم کړی
د هغه په غاړه پاته شو پر موږ شو تیر
پاچا د هغه د ځواب تر اغیزې لاندې راغی او هغه يې وبښه
***
یو وزیر د خپلو لاس لاندیو کارمندانو سره ښه چلند ، رحم او احسان کاوه هغه بندی شو ټولو د هغه د خلاصی هڅه وکړه د زندان مامورینو ښه چلند ورسره کوه او لویانو د هغه ښه ویل تر هغه چې هغه خوشی شو.
یو صاحبدل د هغه په هکله وویل:
دهن سگ به لقمه دوخته به
د دوستانو د زړه لپاره
د پلار بڼ پلورل دی ښه
د نیکخویو د دیګ د پخولو لپاره
ټول اثات د کور سوځل دی ښه
د بدو سره هم نیکی کوه
د سپی خوله په ګوله ګڼدل دی ښه