حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
۵۰کښت : پوهنمل محمود نظری
یو باوله او پایڅه دوړ د ژوي یو ډاکټر ته ورغی او دسترګو له درده یې هغه ته شکایت وکړ هغه د ژویو د سترګو دوا ورکړه .هغه ړوند شو
هغه باوله کازي ته شکایت وکړ
کازي يي په ځواب کې وویل: که ته خر نه وای ولې د ژویو ډاکټر ته ورتلې!
ښه هوښیار نه سپاری
بوله ته کارونه خطیر
بوریاا وبدونکی که څه دی اوبدونکی
نه يې بیایې څوک و کارګاه ته د حریر
***
دیو عالم زوی مړ شو له هغه څخه يې وپوښتل :
د هغه په شناخته کوم ایت شریف ولیکو؟
هغه يي په ځواب کې وویل : که د قران پاک ایاتونه ولیکی هغه شوړیږی ژوي او انسانان پر هغه خیژي نو دا دوه بیته چې دهغه خپل شعرونه دي پر هغه ولیکئ :
وه ! هر کله چې په بڼ کې واښه
شنه شی ، زړه خوشاله شي زما
راشه ای دوسته !چې د پسرلي په مهال
واښه به ووینې د خټو شنه زما
***
یو فقیر له دوو اکاګانو څخه په میراث وړولوسره ډیر شتمن شو نو فسق او فساد ته يې مخه وکړه هغه لویه شتمني يې په بده لاره ولګول هره ګناه یې وکړه او هر شرابی ته يې وړیا شراب وروڅښل .
یو خیر غوښتونکی هغه ته په ورم اوراشه ویل:
ای زویه! شته لکه اوبه بهیږی او ژوند لکه ژرنده ده چې په دې اوبو څرخي یا په بله ژبه د چا لګښت باید تر عایده لږ وي کنه د نیستي کندې ته لویږي
چي نه لرې عایدلګښت کم که
وایي دا د ملاحانو یو سرود
که به غرو باران ونه شي
په یو کال به دجله شي وچ رود
د عقل موازین ومنه او ایله خرڅی مه کوه ځکه چې اوبه لږ یا خلاصي شي نو بیا ژرنده دریږي بیا به پښېمانه شې.
هغه يي په ځواب کې وویل:د نن ورځی خوشالی نه باید دسبا به رنځ قرباني کړم .
هغه به باوله وي چې د نن اسایش د سبا د رنځ قرباني کړي دا نقد ټینګه وه او دپوره لاس نیسه
څښتن د کام او نیکمرغي
ولی بخیلی وکړی له ویرې د سختي
ځه خوشالی کوه !ای یاره زړه افروز
د سبا غم نه باید وخورې، امروز
ولې د سبا غم وخورم دا ښه ده نوم مې د میړنیو دلړ په سر کی اوسي او د خلکو سره د ځوانمردي وعدې وکړم او د خلکو په ژبه زما د سخا خبری وي
هرڅوک چې مشهور شي په سخا اوکرم
مټ يي باید خلاص وي په درم
دچا د سخا اوازه چې شوه بهر
نه شوای کولی چې وتړی ورته ور
هغه نصیحت ونه مانه اوتود دم په سړې وسپنې اغیزه ونه کړه هغه د حکیمانو وینا می په یاد شوه چې وایي:
بلغ ما عليك ، فان لم يقبلوا ما عليك
هغه څه چی ستا پر غاړه دي، هغه ورسوه! که يې ونه منله ستا ګناه نه ده
که څه پوهیږې. چې غوږ نه ایږدی ورته وایه
هر هغه څه چې پوهیږې د نیک او پند
ژر به هغه شي پښېمانه
چې دواړی پښې يې شوی بند
لاسونه به سره موښی په افسوس
چې ولې مې وانه وریدې خبری د دانشمند
څه مده وروسته هغه د یو ې ګولې ډوډۍ لپاره ګدایی کوله
دهغه په لیدو ډیر خواشیني شوم دا مې مړانه ونه ګنله هغه ته يې ورپه یاد کړم او په ټپ يې مالګه ودوړوم
له ځان سره مې وویل:
پستخویه حریف په مهال د مستی
سوچ نه کوي په ورځي د تنګدستي
ونې که په پسرلی کې میوه توی کړی
په ژمی به ناچاره ، بی توښې شی
***
پوهانو لیکلي دي ، چې کله لړم د مور په نس کې وی د مور د نس مواد خوری بیاد مور نس څیری او بهر راوځي او هغه پوستونه چې د لړم په کور کې دي هغه يې د مور د نس پاته شونی نښي دی نو چې غټ شی بد مرغه او دکرکې لامل وي
یو پلار زوی ته کوه وصیت
ای ځوان بخته ،واوره دا پند
هر چا چي دخپل د اهل سره ونه کړه وفا
نه به شي دوست او دولتمند
***
په ماشومتوب مې له یوه پوه څخه وپوښتل
انسان څه وخت بالغیږی؟
هغه ویل د فقه په کتاب کې لیکل شوی دی د بالغتوب درې نښې دي
د سپوږمۍ پنځلس کاله پوره کول،محتلم کیدل اود نامه لاندې یې وېښتان شنه کیدل
خو په حقیقت کې بالغتوب یو شرط لري چې د خدای د رضا لپاره یې د توبې همت د نفس د هوا له کسب څخه لوړ وی
یو څاڅکی اوبه شوی به صورت دآدم
چې څلویښت ورځي پاته شوی به رحم
که څلویښت کلن نلری عقل او ادب
په حقیقت نشوای ویلی ورته آدم
ځوانمردی ، لطف او ادمیت
دا نښي د هنر دی نه صورت
هنر کوه ، یوازی کولی شی په صورت
د قصرونو ور ته ورکړی د رنګونو زینت