Afghan adabi baheer - حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
د نن ورځې تر ټولو ډېر كتل كېدونكى مطلب :

غزل : محمدیوسف
  منځپانګه  
· غزل : انورالحق يرغل
· امبور : پوهنمل رحمت ځواکمن
· دمسعود احمد څو ښکلي غزلونه
· غریب : شیرین اغا جهانګیر
· د ښکلا دښمن : اسدالله زمری
· دحسین ژوند/ژباړه : شررساپی
· اختر څنګه ولمانځو؟ مولانا احمدشاه
· غزل : جلان
· خېرا:شیرین اغا جهانګیر
· دلوګردخلکودمبارکۍ پيغام : ستانکزی
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 13 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3140978
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

هنر: حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

 
هنرې ليكنېحاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : محمود نظری
۴۸کښت
له یو سپین ږیري څخه یې وپوښتل : ولې واده نه کوې؟
هغه ځواب ورکړ: د سپین سرو سره مې واده ته زړه نه کیږی
بیا یې ترې وپوښتل : پیسې لرې ولې له ځوانې سره واده نه کوې؟
هغه ځواب ورکړ : زه چې د سپین سرو سره الفت نه لرم نو ځوانه به څنګه زما سره د دوستی پیوند وتړي.


زور بايد نه زر كه بانو را
گزرى دوست تر كه ده من گوشت
زور بایدوی نه زر بانو ته
دپسه ورن ښه دی که لس منه غوښه


پوهنمل ***
یو سپین ږیری د یوې ځوانې ښځې سره چې ګوهر نومیده واده وکړ دشپې هغې ورسره شوخی پيل کړه خو هغه ناتوان و، سبا سپين ږیری دوستانو ته شکایت وکړ چې هغې بې شرمي د کور شیان غلا کړي دي ددواړو تر منځ شخړه پيل شوه چې په پای کې دوسیه کازي ته ورسیده کازې هغه زاړه ته وویل:
پس از خلافت و شنعت گناه دختر نيست
تو را كه دست بلرزد، گهر چه دانی سفت
له دی احمقی او رسوايي وروسته ګناه نه ده د دختر
ستا چې لاس رېږدی ، څه پوهیږی په پيلو دګهر
***
یو وزیر خپل بی عقله زوی یو عالم ته بوت چې هغه و روزي خو هغه هیڅ ډول وده ونه کړه وزیر عالم ته په غوسه شو
عالم يي په ځواب کې وویل:
لیونی هیڅکله نه په سد کیږي زه يې لیونی کړم
چون بود اصل گوهرى قابل
تربيت را در او اثر باشد
هيچ صيقل نكو نداند كرد
آهنى را كه بدگهر باشد
سگ به درياى هفتگانه بشوى
كه چو تر شد پليدتر باشد
خر عيسى گرش به مكه برند
چو بيايد هنوز خر باشد
چې نسب يې وي اصل
روزنه په هغه کوي اثر
هیڅ صیقل نه شوای صافولای
هغه وسپنه چې وی بد ګهر
سپی که په اوو دریابو پریولې
چې لوند شی لاشی پلید تر
د عیسی خر که مکی ته بوځي
چې راشی لابه وي به خر
***
یوحکیم خپل زوی ته په نصیحت ویل: هنر زده کړه په دولت او زور باور نشته؛ دینار او درهم له منځه ځې؛ شته به دي غله یوسي یابه خلاص شي، د هنر چينه تل پاتې دولت دی که پر هنرمند باندې تنګسه راشی غم نه لری ځکه هنر لري هرڅوک د هغه قدر کوی او بې هنره په فقر یوه ګوله ډوډۍ تر لاسه کوي.
سخت است پس از جاه تحكم بردن
خو كرده به ناز، جور مردم بردن
سخته ده له واکه وروسته د بل فرمان منل
به ناز عادت شوی، د خلکو جور وړل
هو هغه چې بې هنر وي او پر لاس لاندیو ظلم وکړي اخیر به هغه خپله د هغوی تر لاس لاندې یا فرمان لاندې راشي
وقتى افتاد فتنه اى در شام
هر كس از گوشه اى فرا رفتند
روستا زادگان دانشمند
به وزيرى پادشاه رفتند
پسران وزير ناقص عقل
به گدايى به روستا رفتند

چي کله فتنه راغله شام ته
هر یو ، یو ځای شوه پنهان
د کلیو پوه ځوانان
د پاچا شول وزیران
د وزیر بې عقله زامن
په کلی کې شول دهقانان
***
یوعالم دیو شاهزده روزنه کوله شاهزاده خپل پلار ته شکایت وکړ چی عالم تر ټولو شاګردانو ما ډ یر وهي
پاچا هغه عالم راوغوښت او له هغه څخه يې وپوښتل : ته ولې زما زوی تر ټولو ډیر وهی علت يې څه دی ؟
هغه يې په ځواب کې وویل:
پاچا باید تر ټولو خلکو پخې خبری او ښه کارونه وکړی د پاچا خبری خوله په خوله ګرځي او ټوله د هغه خبریږي او اعتبار لري
نو ښه دا ده چې د شاهزاده په اخلاقي وده او پاکي کې تر نورو ډیره هڅه وشي
هر كه در خرديش ادب نكنند
در بزرگى فلاح از او برخاست
چوب تر را چنانكه خواهى پيچ
نشود خشك جز به آتش راست

هرڅوک چې په ماشومتوب زده نه کړی ادب
په لویوالی کې يې چا ته خیر نه رسي
لوند لرګي هر ډول چې غواړی کږوه
بېله اوره وچ لرګی په کار نه راځي
***
یو ځوان په ناپوهی پر خپلی مور چغه وکړه هغه په یو کونج کې کې کښېناسته او په ژړا يې هغه ته ویل:
گر از عهد خردیت یاد آمدی
که بیچاره بودی در آغوش من
نکردى در این روز بر من جفا
که تو شیر مردى و من پیرزن

که دی د ماشومتوب دور شو په یاد
خوار زما په غیږ کی وی پروت ګریان
مه کوه په دی ورځو پر ماجفا
چی ته زمری سړي يي زه پير زن
***
وایي یو چالاکه ځوان چې ډیر خوږ ژبی او خوشاله و او په غم نه پوهیده
یو وخت یې د هغه وپوښتل: څه حال لرې څه شوه هغه شوخي ؟
ځواب يي ورکړ : چي ماشومان می پيدا شول بیا مې ماشومتوب نه دی کړی.
چون پیر شدى ز کودکى دست بدار
بازى و ظرافت به جوانان بگذار
طرب نوجوان ز پیر مجوی
که دگر ناید آب رفته به جوی
پیر زنی موی سیه کرده بود
گفتم ای مامک دیرینه روز
موى به تلبیس سیه کرده گیر
راست نخواهد شدن این پشت کوز
چې زوړ شوی ماشومتوب مه کوه
ځوانانو ته پریږده لوبې او شوخي
د ځواني خوشالي له زاړه مه غواړه
په ویاله کې تللی اوبه نه راګرځي
سپین سري وېښتان تور کړی وه
ورته يې ویل ای مورکې سپين سري
وېښته په ختا تل توروه
سمه به نشی په تورولو کږی ملاوي
***
یو مغرورځوان ډیره لاره په ځغاسته ولاړ او دشپې ستړی ستومانه یوې غونډۍ ته ورسید او هلته پریوت یو سپين ږیری چې د کاروان تر شا رهي وهغه ولید او ورته یې وویل:
ولې پروت يې آیا دا دو ېدېدو ځای دی؟
هغه ځواب ورکړ : ډیر ستړی یم نور تلای نشم.
هغه يې په ځواب کې ویل: تلل او ناسته ښه ده تر ځغاستلو او پریوتلو!

ای که مشتاق منزلى ، مشتاب
پند من کار بند و صبر آموز
اسب تازی دو تک رود به شتاب
واشتر آهسته میرود شب و روز

ای چې هیله مند د منزل يې ، مه ځغله
زما نصیحت واوره او صبر کړه زده
تازی آس دوه تکه ځي په ځغاسته
او اوښ کرار ځي ورځ او شپه

د خپرولو نيټه: سه شنبه، 6 زمرى ، 1388 خپرندوى zadran
 
  پيوندونه  
· . هنرې ليكنې
· . zadran


. هنرې ليكنې:
د اريانا تلويزون او عابد

  امتياز  
منځنى امتياز: 5
د رايو شمېر : 1


د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1