حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : ۴۷ کښت : پوهنمل محمود نظری
په بغدا د کې یو سړي له یو بل څخه وپوښتل: هغو ځوانانو ته، چې ږیره یې نه وي راختلې ، څه وايي؟هغه ځواب ورکړ: چې بې ږیرې وي هغه توند خوی وي، چې ږیره یې را شي بیا نرم خوی شي
امرد آنگه كه خوب و شيرين است
تلخ گفتار و تند خوى بود
چون به ريش آمد و به لعنت شد
مردم آمير و مهرجوى بود
بې ږیرې هغه مهال چې وي ښه اوخوږ
تریخ ژبی او توند خوی وي
چې يې ږیره راشي او شي په لعنت
پر خلکو مهربان او ښه خوی وي
***
یو طوطي د یوه کارغه سره په یوه قفس کې و. طوطي د کارغه دتور مخ په لیدوو یل : څه بد رنګه ، کوږ مخ اولعنت شوی منظره لرې؟
کاشکې زما اوستا تر منځ له شغربه تر مغربه واټن وای
على الصباح به روى تو هر كه برخيزد
صباح روز سلامت بر او مسا باشد
به اخترى چو تو در صحبت بايستى
ولى چنين كه تويى در جهان كجا باشد؟
سهارګه چې ستا په مخ هر څوک بیدار شي
په هغه به ټوله ورځ تکه توره شپه شي
که فالبین ستا فال وویني وبه وايي
تا غوڼدې شوم به بل په دی دنیا پیدا شي؟
عجبه لا دا چې کارغه هم د هغه سره له ناستې څخه سر ټکوی او په اسوېلي يې په تکرار ویل: لا حول ولا قوة الا باالله
لا حول ولا قوة الا باالله، لا حول ولا قوة الا باالله
له افسوزه يې لاسونه سره مښل او ددې بد روزګاره يې ګیله کوله او ویل يي څومره به ښه وه چې د یو بل کارغه سره د یو بڼ په دیوال په ناز او خوند رهي وای.
پارسا را بس اين قدر زندان
كه بود هم طويله رندان
پرهیز ګار ته بس ده دا زندان
چې وي په طویله کې ټوله رندان
هو، د پرهیزګار لپاره دا بس ده چې د رندانو په ډله کې ناست وي
زاهدى در سماع رندان بود
زان ميان گفت شاهدى بلخى
گر ملولى ز ما ترش منشين
كه تو هم در ميان ما تلخى
یو زاهد و د رندانو په سماع کي
د هغو له منځه بلخی شاهد ویل سیخ
که له زموږه تنګ يې تریو مه کښېنه
ته هم زموږ په منځ کي يې تریخ
جمعى چو گل و لاله به هم پيوسته
تو هيزم خشك در ميانى رسته
چون باد مخالف و چو سرما ناخوش
چون برف نشسته اى و چون يخ بسته
ټوله لکه ګل او لاله یوه غنچه یو
ته په منځ دشنو کي وچ ډکی یې
یې لکه توندباد لکه وچه یخني
لکه پرته واوره او تړلی ګنکل يې
***
یو یار مې درلود چې تل به په یو دستر خوان ناست و ډیر ښه دوستان وو خو په لږ څه سره خوابدی شوو او دوستي مو ختمه شوه یو ورځ هغه په یو بنډار کې زما د یو شعر دوبیته وویله
نگار من چو در آيد به خنده نمكين
نمك زياده كند بر جراحت ريشان
چه بودى ار سر زلفش به دستم افتادى
چو آستين كريمان به دست درويشان
زما نګار چې راشي په مالګینه خندا
مالګه ډیره شي په ټپونو د ټپیانو
څه کیږی که د زلفو سریې زما په لاس کې راشي
لکه د سخي لسټونی په لاس کې ددرویشانو
خلکو په دې ښکلو شعرو هغه وستایي بیا هغه بیرته راسره پخلا شو
نه ما را در ميان عهد و وفا بود
جفا كردى و بد عهدى نمودى ؟
به يك بار از جهان دل در تو بستم
ندانستم كه برگردى به زودى
هنوز گر سر صلح است بازآى
كز آن مقبولتر باشى كه بودى
زموږ په منځ کې نه عهد و نه وفا
بې عهدی اودی کړه جفا ؟
ناببره مې له دنیا زړه په تا شو مین
نه پوهیدمه چې پریږدي ژر ما
تراوسه که سوله کوی راشه
که تر هغې ښکلې يې چې وي پخوا
یو کاروان له یونانه تیریدی غلو پرکاروان برید وکړ او ټوله مالونه يې ترې واخیستل. تجارانو ژړل او هغو ته يې زارۍ کولې او قسمونه یې ورکول چې څه مال هغو ته پریږدی خو څه ګټه يې نه کوله
چو پيروز شد دزد تيره روان
چه غم دارد از گريه كاروان
چې بریالی شوه غله داړه ماران
څه غم لری هغوی د ژړا د کاروان
وایي لقمان حکیم په هغه کاروان کې وو یو سړی هغه ته وویل:
دی غلو ته یو څه نصیحت وکړه چې یو څه زموږ مالونه بيرته راکړی.
لقمان حکیم هغو ته په ځواب کې وویل:
آهنى را كه موريانه بخورد
نتوان برد از او به صيقل زنگ
به سيه دل چه سود خواندن وعظ
نرود ميخ آهنين بر سنگ
چې وینه وخوري هغه وسپنه
په صیقل نه ځي د هغه زنګ
تور زړه ته وعظ کول څه لری ګټه
کله ننوځي دوسپنی میخ په سنګ
لقمان زیاته کړه: اصلی ګناه زموږ ده چې يې اوس سزا وینو. که شتمن او تجاران د بینوایانو سره مرسته وکړی داسې بلاوی به د هغوی له سره چپي شي
به روزگار سلامت ، شكستگان درياب
كه جبر خاطر مسكين ، بلا بگرداند
چو سائل از تو به زارى طلب كند چيزى
بده و گرنه ستمگر به زور بستاند
د سلامت په مهال پيدا کړه مات شوی
چې د هغو سره مرسته به دی شی بلا ګردان
که فقیر ستاڅخه وغواړی په زاری شی
ورکړه! کنه په زوره به يې واخلی له تا ستمګران