حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن :۴۴کښت : پوهنمل محمود نظری
یو سړی یو پوه ته د پاچا د کړو شکایت وکړ هغه يې په ځواب کې وویل:
نبینی که پیش خداوند جاه
نیایش کنان دست بر برنهند
اگر روزگارش در آرد ز پای
همه عالمش پای بر سر نهند
نه وینې چې مخي ته د پاچا
په دعا لاس ایږدي پرټتر
که يې ورځ خرابه کړی روز ګار
ټوله عالم يې پښه ایږدی په سر
***
یو سړي له یو پوه څخه وپوښتل: رښتیا پاچاهان نیکمرغه دي؟
هغه يې په ځواب کې ویل:
د پاچا عمل لکه د سیند سفر هم خطری دی هم ګټور یا يې څپه ساحل ته د خزانې سره راولی یا يې مړی
یا زر بهر دو دست کند خواجه در کنار
یا موج روزی افکندش مرده بر کنار
یا خواجه زر په دواړو لاسو کوی بغل ته
یا يي موج یوه ورځ مړی باسی ساحل ته
***
یو چا له یو پوه نه وپوښتل:
څه وکړم چې د دوښمن له بریده بې غمه اوسم؟
هغه يې په ځواب کې ویل:
د دوښمن خوږن ټپ مه توږه او مالګه مه پردوړوه
ندانستی که بینی بند بر پای
چو در گوشت نیامد پند مردم
دگر ره چون نداری طاقت نیش
مکن انگشت در سوراخ گژدم
پوه نه شوې چې ووینې بند پر پښو
که دی وانه وریده د خلکو راشه اوورم
بله لاره خپل کړه چې نه لرې طاقت د نېښ
مه ننه باسه ګوته په غار کې د لړم
***.
یو ورځ یعقوب لیث د سیستان د امیرانو او اعیانو او « ازهر»سره ناست وه چې کله غونډه خلاصه شو ه ټوله رابلل شوی میلمانه ولاړ ه خو ازهر لا ناست و
د هغه ګوته د وره په کړۍ کې بنده او پړسیدلې وه. نو سلطان پښت راوغوښت او هغه يې ګوته د وره له کړۍ څخه راویستله
بله ورځ بیا غونډه وه بیا د هغه ګوته په هغه کړۍ کې بنده شوه
یعقوب لیث اریان پاته شو او له هغه څخه يې وپوښتل :
ولې دي بیاګوټه په هم هغه کړۍ کې ننه ایستلې ده؟
ازهر ځواب ورکړ: غوښتل مې ووینم هغه غټه شوې ده کنه!
حاسدم گوید که بردی دوستانم را زمن
دوستان را خود بر ابرو بد ازو صدزخم وچمن
مردم دانا نباشد دوست او یک روز بیش
هر کسی انگشت خود یک ره کند در زورفین
حاسد مي وايي چې یو وړل دی دوستان زما
دوستانو ته یې خپله سل ټپه وکړي په ککرۍ
پوه سړی نه وی یار د هغه ډیر له یوې ورځي
هر څوک چې خپله ګوته یو وار ننباسي د وره په کړۍ
***
جامی د فردوسی شعرونه خپل خوریي عبدالله هاتفی ته ورکړل چې هغه ازمایښت کړی هغه شعر داسې و
درختی که تلخ است وی را سرشت
گرش بر نشانی به باغ بهشت
ور از جوی خلدش به هنگام آب
به بیخ انگبین ریزی و شهد ناب
سرانجام گوهر ببار آورد
همان میوه تلخ بار آورد
هغه ونه چې ترخه ده له ازله
که يې کښینوی د جنت په بڼ کې خپله
او اوبه یې کړی په اب حیات
ریښې ته يي ورکړی انګبین او خالص شات
اخیر به وکړی ګوهر بار
هغه ترخه میوه هر وار
هاتف- يې په ځواب کې ولیکل:
اگر بیضه زاغ ظلمت سرشت
نهی زیر طاووس باغ بهشت
به هنگام آن بیضه پروردنش
زانجیر جنت دهی ارزنش
دهی آبش از چشمه سلسبیل
بدان بیضه دم در دمد جبرئیل
شود عاقبت بیضه زاغ ،زاغ
کشد رنج بیهوده طاووس باغ
که هګۍ د تور ذاته کارغه
په جنت کې لاندی کړی تر طاووسه
که په وخت کې د هګۍ شاربولو
ورکړی دانه د جنت له انځرو
اوبه ورکړی له چینې څخه د سلسبیل
او هګۍ ته ورکړی دم د جبرییل
اخیر به د کارغه هګۍ سی کارغه
د بڼ د طاوس زیار دی ټوله بیهوده
جامی يې په ځواب کې وویل : ښه وايي خو په هر مصرع کې دی یوه هګۍ اچولې ده.