Afghan adabi baheer - حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : ۴۳ : نظری
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
د نن ورځې تر ټولو ډېر كتل كېدونكى مطلب :

غزل : محمدیوسف
  منځپانګه  
· غزل : انورالحق يرغل
· امبور : پوهنمل رحمت ځواکمن
· دمسعود احمد څو ښکلي غزلونه
· غریب : شیرین اغا جهانګیر
· د ښکلا دښمن : اسدالله زمری
· دحسین ژوند/ژباړه : شررساپی
· اختر څنګه ولمانځو؟ مولانا احمدشاه
· غزل : جلان
· خېرا:شیرین اغا جهانګیر
· دلوګردخلکودمبارکۍ پيغام : ستانکزی
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 15 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3140898
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

هنر: حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : ۴۳ : نظری

 
هنرې ليكنې

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن : ۴۳کښت : پوهنمل محمود نظری
یو ناروغ قلندر یو طبیب ته ورغی هغه يې نبض ولید
قلندر وپوښتل: زما بیماري څه ده ؟
هغه ورته ویل: لوږه
طبیب قلندر مېلمه کړ ،چې قلندر موړ شو طبیب ته يې وویل:
زموږ په لنګر کې لس نور همدا سې بیماران شته هغوی به هم ددرملنې لپاره درته راولم



***
وایي یو پاچا خپل زوی یو پوه منجم ته وسپاری، چې هغه ته د نجوم او رمل علم ورزده کړي
منجم هغه د نجوم د علم له زده کړي وروسته پلار ته راوست او هغه ته يې ویل: صیب! هغه ته مې ټول علم ورزده کړ!
پاچا په لاس کې یوه ګوتمۍ ونیوله او له زویه څخه يې وپوښتل: زما په موټ کې څه شی دی؟
هغه ویل: هغه ګردی دی، ژیړ دی او منځ یې خالي دی.
پاچا ورته وویل: شاباش! نښې يې سمي دي اوس ووایه څه شی دی؟
هغه ځواب ورکړ: غربیل
استاد يې پاچا ته و ویل : دا نښې يې له علمه وویلې او غربیل يې له عقله ووایه
په سلو زرو چپرکو پوهیږی د علوم
لايې ځان نه دی پیژندلی هغه ظلوم
پوهیږی په خاصیت د هر غولو
دجوهر په بیان کې دی لکه خر
پوهیږی په ټولو ناروا او روا
نه پوهیږی چې خپله ښځه ده که نر
***
یو سړی د پاچاله ندیم څخه وپوښتل:
د پاچا سره دی څه حال دی؟
ځواب يي ورکړ: هغه ډول چې خدای (ج) په قران کریم کې فرمایلی دی«... درواغ اوری او د حرام مال خوري!»
زه هم درواغ اورم او حرام خورم.
***
یوسړی له ابراهیم صوفی څخه وپوښتل:
په سماع کې ولې خلک کالي پرځان څیري؟
هغه ځواب ورکړ:. کله چې موسی(ع) بنی اسرایلو ته د تورات یو ایات ولوسته یوه خپل کمیس څیری کړ
خدای (ج)موسی (ع) ته وویل: هغه ته ووایه زړه څیری کړه نه کالي
***
مولانا قطب الدین د یو واکمن پوښتنې ته ورغی له هغه څخه يې وپوښتل:
څنګه يي؟
هغه ویل : تبه لرم او غاړه مې درد کوی خو شکر دا دوې ورځي کیږی تبه مې ماته شوی ده خو غاړه مې لا درد کوي.
مولانا يې په ځواب کې وویل:
خدای مهربانه دی غاړه به دی هم ماته شي!

***
له اشپزه مې وکړه پوښتنه
کومه ده حلال شوی وري غوښه
ویل يي: په دود د وفا او ستا ګټه
پسته يې یووړه هغه پست همسایه
وازګه او لم يې یووړه حاجی اوسقا
شیردان يې یووړ سپين سري دایه
ویل يې: زړه دي څه کړ دهغه؟
ویل يي: هغه هم یوړ لور د همسایه !
***
یو مجرم اموي خلیفه محمد بن عبدالملک ته وویل:
په دوه دلیله ما وبښه: یو د ګاونډیتوب اوبل د زړه سوی په پار او دا دواړه مهرباني غواړي
خلیفه ځواب ورکړ: ګاونډیتوب د دیوالو تر منځ دی او زړه سوی د ماشومانو اخلاق دی، زما له مخي ورکیږه!
***
شهزاده محمود په ځواني کې یو ښکلی بڼ جوړ کړ او بیا يې په هغه کی یو جشن جوړ کړ او د پلار ددولت ټول ارکان يې راوبلله
پلار يې (سبکتګین) ورته وویل: داسې ښکلې ځایونه هر څوک جوړولی شي د پاچاهانو لپاره ښه دا ده چې د « خوشالۍ بڼ» جوړ کړه ځکه دا بڼ بېله پاچاهانو بل څوک جوړولی نشي
شهزاده محمود په درناوی له پلاره وپوښتل: هغه څنګه بڼ دی ؟
پلار یي ځواب ورکړ: دفضل او علم د اهلو نیالګي په مځکه کې کښېنوه او دتل سعادت میوه ترې ټولوه
بسا کاخی که محمود ش بنا کرد
که از رفعت تفا خربه سما کرد
بینی زان همه یک خشت بر جای
سنایی عنصری ماندست بر جای
ډیری ماڼۍ محمود کړې بنا
چې لوړوالی يې فخر کړ په سما
وینئ له هغه څخه یوه خښته پاته
خو عنصري سنایي پاته دی پرجا

د خپرولو نيټه: دوشنبه، 8 چنګاښ ، 1388 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . هنرې ليكنې
· . lawang


. هنرې ليكنې:
د اريانا تلويزون او عابد

  امتياز  
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

هنرې ليكنې

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1