حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن٢٩ کښت پوهنمل محمود نظری
یو عربي متل دی چې وايي: ورانول تر جوړولو اسانه دي.
***
ملا نصرالدین لس خره لرله پر یوه چې به سپور شو هغه به يې نه شمېره نو په شمېر کې به یو کم شو او کله به چې د خره تاشو شمیر به پوره شو هغه دا کار څو واري تکرار کړ نو په پای کې پلی شو او له ځان سره يې وویل:
سپرلۍ د یوه خره په ورکیدو نه ارزي!
استازی د صدیق د سهار په نماز
«حی راهی »يې ویل په نیاز
ویل يېي اې رسوله ! وایي ختا
دا ختا اوس چې پيل دی د بنا
اې نبي او اې رسوله د الله
یو زیرک او ژبور راوله ملا
بد دی په پيل د دین او صلاح
غلط وایي لفظ د حی علی الفلاح
پیغامبر په ډیره غوسه ویل
یو دوه رمزه يې د مهرباني پټ کړل
اې پستانو خدای ته دبلال
ښه ده تر سلو حی اوحی اوقیل اوقال
ما مه پریشانوئ چې ووایم راز مو
ووایم پای مو او اغاز مو
که نه لرئ ښه دم تاسو په دعا
ولاړ شئ دعا وغواړئ وړونو د صفا
***
غوښتنه بده ده که څه لسمه (عشر) وي یا خراج !
اوریدلي دي دي ،چې یوه ورځ یو رند ویل بیړا ته
دا والي د ښار درویزه ګر دی بې حیا
ویل يي: که درویزه ګردی د هغه دخولۍ غوټه
بیه لري د سلو ورځو او کلنو لګښت زما
ویل يې : اې ناپوهه له همدې ځایه یې ختا
د هغه داا ټوله لګښت له کومه شوی مهیا
د غاړی در او مرغلرې يي زما د ماشومانو ده ژړا
د سینګارلعل او یاقوت يې وینه ده د یتمانو ستا
هغه چې تل د ساغر تر میو زموږ ه غواړي
که پوه شې له هډوکو تر مغزه دی زما اوستا
لومه ده که عشر غواړی یاخراج
که لس نومونه يې وی یو حقیقت دی روا
درویزه ګری بل شی نه ده بېله غوښتلو
هر څوک چې غواړی سیلمان که قارون دی ګدا
* * *
هر څوک چي په دنیا کې وینې
که ګډا دی که شهنشاه
یو ګوله غواړي او دی ورپسې
که د غره په سر کې وی یا په تل د څاه
د ټولو خلکو موخه ده یوه
خو هر یوه نیولی یوه تړه
داچې د نړۍ وګړي ټول دی اړ
نو نژدې هغه ته ښه، چې لري پوهه
***
پاچا پر ګډا ولې ناز کوي
ځکه پاچا هم لکه ګدا ډوډۍ غواړي
توپير په نوم کې دی یوازی
بې ګمانه ده میاشت دیرش ورځي
***
یو سړی شیطان ته ورغی او هغه ته يې ویل: غواړم ،چې زما د اکا زوی چې ډیر شته لري او زما سره یې ډیري نیکۍ او مرستې کړی ټوله شته برباد شي ان که زه هم فقیر شم ما ته توپیر نه لري
شیطان خپلو یارانو ته مخ واړوی او ويي وویل: هر څوک که غواړي له ما بد تر وویني ده ته دی وګوري
لکه احوال دهغه نوی مګس
چې ځان يي ګڼی تل کس
بې شرابه له ځانه وو مست
خپله ذره يې ګڼله خدا د زرتشت
د بازانوصفت یې اوریدلی ویو زمان
ویل یې د وخت عنقا یم زه بې ګومان
هغه مچ د پروړو پر پاڼه او په بولو د خر
لکه ماڼو هر ګړی پورته کوی فر
ویل يي زه بیړۍ او سیند زاده یم
یو ګړی دهغه په سوچ کې پاته شوم
دادی سیند او دا ده بیړۍ او زه هم
اهل د رای او فن او ماڼو هم
نظیر:
غوماشه څه پوهیږي چې دا بڼ دچا دی؟
چې په پسرلی زیږ ی او مری په منی
هغه چینجی چې پیداشوی په لرګي کې حال
کله پوهیږی چې دا لرګی یو مهال و نهال
یو بل پندی ځواب داسې دی .
ورکړه هر چا چې وستایلې ته په دشنام
سود او شته و مفلس ته وام
اوږد اند می کړ امتحان
د دی وروسته به لیونی کړم ځان