حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن ۳۷کښت : پوهنمل محمود نظری
خواجه عبدالکریم ، د شیخ ماابوسعید ځانګړی خادم وو ویل:یو ورځ یو درویش زه کښینولم چې د شیخ ما ابوسعید نکلونه ورته وکړم یو سړی راغی ما ته يې و یل:شیخ تا غواړي.شیخ ته ورغلم هغه وپوښتل: په څه اخته وې ؟ما ورته وویل: یو درویش د شیخ نکلونه غوښتل ما هغه ورته لیکل
هغه وویل: ای عبدالکریمه! حکایت لیکونکی مه اوسه هغه څوک اوسه چې خلک ستا حکایت وکړی
نگویمت که به ستخوان خاک خورده بناز
عظام بالیه که رتبت عصام دهد
نه وایم چې په زړو هډوکو فخر وکړه
خپله لوی شه چې ستا په مقام فخر وشی
***
شعر د احمد اشتري
کشیشی را شنیدم در کلیسا
چنین می گفت از فرمان عیسی :
کسی تان گر زند سیلی به رخسار
میاشوبید بر وی هیچ زینهار
اگر بر راست زد چپ پیشش آرید
و گر چپ،راست بر وی گمارید
زجا برخاست ماهی عنبرین موی
گشود از یک دگر لعل سخن گوی
که:بهر سیلی این حکم مبین است
و یا در بوسه هم حکم این چنین است؟
وامی وریدل له کشیشه په کلیسا
داسې یې ویل دا فرمان دی د عیسی
که چا په مخ وهلاست په چپلاخه
پام پر ې نشي په غوسه
که يې ووهلې په کینه ورته نیسه راسته
که يې ووهلې په راسته ورته نیسه چپه
له ځایه پورته شوه سپوږمۍ عنبرین بویه
ټولو خولې خلاصی کړی ویلی کشیش ته ګویه
دا حکم یوازې دی په چپلاخه
یا همدا حکم دی په مچه
***
شیرازي په مسجد کې بنګ پخول د مسجد خادم راغی او په هغه غوسه شو
شیرازي هغه ته وکتل هغه ګوډ، پک او ړوند وو نو هغه ته یې وویل:
اې سړیه!
خدای ستا په حق کې چندان لطف نه دی کړی چې ته د هغه د کور په هکله داسې تعصب کوې
***
په مازندران کي د علاء په نامه یو حاکم وو چې ډیر ظالیم وو په هیوا د کې قحطی اووچکالې وه خلک د استسقاء لمانځه ته وتلې وه د لمانځه وروسته امام پر منبر ودرید او په لوړږ غ يې داسې دعا وکړه:
خدایا موږ د بلاء ، وباء او علاء څخه وساته !
***