د شمشاد يوه نوښتيزه هڅه : شکران خالد ننګرهار
د هېواد په شته تلوېزوني چينلونو کې شمشاد هغه چينل دى چې د پښتنو داستازولۍ حساب پرې کېږي او تر نورو شمشاد ته زياتې د پښتنو سترګې اوړي.
خو د ځينو نورو تلوېزونونو په څېر شمشاد هغومره پرمختګ او نوښت ونه کړ لکه څومره چې ورنه د خلکو هيلې وې.
خو ورځ په ورځ په يادې تلوېزوني شبکه کې د نوښت او پرمختګ څرکونه ليدل کېږي چې سړى دې ته هيله من کوي چې پرمختګ به وکړي.
دا چې شمشاد ولې هغومره پرمختګ او نوښت ونه کړ؟ ښايي ځواب يې معلوم وي . امکاناتو کموالى،کار وړ کار ته نه سپارل،مسلکي او برلاسو خلکو نشتوالى او نه هڅونه يې ښې بېلګې وي.
خو اوس په ډېرو خپرونو کې د نوښت څرکونه له ورايه ښکاري.
په هرڅه کې نوښت ډېر مهم دى او نوښت دى چې هرڅه ته نوى والى اوپه زړه پورې والى ورکوي چې د ډېرو نور خپرونو پرخلاف ددې تلوېزون يوه خپرونه چې ښايي د ياد تلوېزون يو د نوښت يوه غوره بېلګه يې وبولو،د بېلګې په ډول راوړم.
که دې ته ورته نوښتونه په نورو خپرونو کې پيدا ي نو ليدونکي به يې يو په دوه شي.
د بېلګې په ډول : د سې شنبې په ورځ د ماسپښين له دريو نه تر څلورو بجو پورې د ( فکر وکړئ ) په نوم يوه په زړه پورې خپرونه په ژوندۍ بڼه خپريږي.
( فکر وکړئ ) خپرونه د دوه تنو وياندويانو له لوري د خلکو په مستقيمه برخه اخيستنې سره پر مخ ځي چې موخه يې د ځوانانو روزل،د پښتو وده،تفريح کول او ... ده.
دا خپرونه څو برخې لري چې له ليدونکيو او برخه اخيستونکيو نه پوښتنې کېږي.
د بېلګې په ډول هغوى ته د پښتو توري په ګډوډ شکل ښيي او ترې د سمې مانا غوښتنه کوي. چې ليدونيک دېته اړ کوي څو پښتو توري وپېژني،ويې لولي او وروسره مينه پيدا کړي،چې له يوې خوا به يې له ماشومانو او ليدونکيو سره مرسته کړې وي،له بله پلوه به يې پښتو توري په سمه بڼه خلکو ور زده کړي وي او مهمه خبره په کې لا داده چې له پښتنو پرته يې ډېر د نورو ژبو ويونکي هم ګوري او سمه ونډه په کې اخلي.
بله برخه يې د خپلو مهمو تاريخي پېښو،مشاهيرو،تاريخي،ادبي او ... پوښتنې دي چې خلک له خپل تاريخ اومشرانو خبروي او د هغوئ ذهن ته يې د تل لپاره سپاري چې خپل ليدونکي مطالعې او لوست ته هڅوي څو په خپرونه کې برخه واخلي.
د يادو برخو ترڅنګ يې بله برخه د ذهني ازموينې ده چې پښتو موسيقي،ډالۍ او نورې پوښتنې دي چې خپرونې ته يې په زړه پورې والى ورکړى او ورځ تر ورځې يې ليدونکي ډېريږي. چې اوس يې دومره ليدونکي ډېر شوي چې د اړيکو په شمېره يې د اړيکو لپاره وخت نه وي حتى ډېر ليدونکي د اړيکو په تمه د ګډونوالو د ډېرښت له امله له څو خپرونو پاتې وي.
يوه بله په زړه پورې او راښکونکي خبره په کې د وياندويانو ونډه ده چې په څومره مهارت خپل ليدونکي له ځانه سره ساتي او د اميد چې له اره د دري ژبې ويونکى دا خبره په اورېدونکيو څومره ښه لګي چې ( فکر وکرئ ) خپرونه ده ځکه هغه ( ړ ) نه شي ويلاى او د دري ژبو په خوله پښتو توري ځانته خوند او رنګ لري.
که دې ته ورته نورو خپرونو کې هم ټول اړخونو ته په کې د نوښت پيداکولو په سترګه وکتل شي نو کېداى شي له خپل ټارګټ نه ډېر ليدونکي او مينه وال پيدا کړي او ددې خپرونې چلوونکيو او ورسره مرسته کوونکيو ته ډالۍ کووم چې :
څوک پښتو وخوړاه سياله
څوک لګيا دي چې پښتو خوري
د شمشاد د غوړېدا په هيله