حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
۳۵کښت :پوهنمل محمود نظری
یو ورځ ملا تیریدی د هغه یو اشنا له هغه څخه وپوښتل: خر دی څه شو! ولې پلی ځې؟
ملايې سمدستی په ځواب کې وویل : څه ووایم دوه ورځي مخکې مې خر مړ شو او خپل عمر يې تاته وبښئ.
***
یو فقیر یوې غونډې ته ورغی او د یو شتمن څنګ ته کیناست. هغه نارامه شو له هغه څخه يې په تریو تندی وپوښتل:
ستا او خره تر منځ څومره واټن دی ؟
فقیردځان او شتمن تر منځ واټن ته وکتل او سمدستی یي ځواب ورکړ:
یو وجب
شتمن خجل شو
***
یو حکیم له یو ماشوم څخه وپوښتل: که دی وویل خدای(ج) چیرې دی یوه مڼه درکوم ؟
ماشوم يې سمدستی په ځواب کې وویل : زه دوې مڼې در کوم که ته وایي، چې خدای(ج) چیري نه دی .
***
یو ورځ حضرت موسی(ع) خدا(ج) ته عرض وکړ غواړم ستا یو ښه بنده ووینم
هغه ته وویل شول :
په دشته کې یو سړی کرنه کوي هغه زما ښه بنده دی.
هغه دا سړی پیدا کړ چې مځکه یې پستول
حضرت موسی(ع) تعجب وکړ ،چې هغه څرنګه دې پوړ ته رسیدلی دی
له جبریل (ع) څخه يې وپوښتل:
هغه ورته وویل: اوس خدا پر هغه یوه بلا نازله وي وګوره هغه څه غبرګون ښیي
ناببره دهغه دواړې سترګې ړندې شوې
هغه کیناست ، یوم يي مخي ته کیښود اوویي ویل:
اې زما مولا !چې تا زما بینایي غوښتل ما سترګې خوښي وي، چې اوس مې ړوند غواړې نو ړوندتوب مې تر بینایي خوښ دی
د موسی (ع) په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې هغه ته نژدې شو او له هغه څخه يې وپوښتل:
زه د خدای (ج) پیغامبر یم غواړې درته دعا وکړم چې بیرته بینا شې؟
ویل يي :نه
-ولې؟
- ویل يي :هغه څه چې خدای(ج) ماته غوره کړی راباندې ګران دي تر هغه چې خپله یې د ځان لپاره غواړم.
***
حامد لفاف وایي چې حاتم طایي ویل، چې هر ورځ سهار شیطان ماوسوسه کوي، چې نن څه شی خورې؟
زه ورته وایم: مرګ
بیا وایي: څه شی اغوندې؟
ورته وایم: کفن
بیا وایي : چیری اوسیږې؟
ورته وایم: په قبر کي
بیا وایي: نا خوښ سړیه!
ما پریږي او ځي
***
وایي حاتم طایي خپلي میرمني ته ویل:
زه( بغزو) ته ځم تا ته څومره نفقه پریږدم؟
هغې ورته وویل : هر څومره چې ژوند غواړې هغومره پریږده !
ویل يي: ژوند زما په لاس نه دی.
ورته يي وویل: روزی هم ستا په لاس نه ده
چې حاتم ولاړ یوې زړې ښځې د هغه له میرمني څخه وپوښتل:
حاتم تاته څومره روزي پرې ایښې ده؟
ځواب يې ورکړ: حاتم روزي خور وو روزي ورکونکی دلته دی نه دی تللی
***
حاتم طایي وایي، چې په غزا کې وم ، زه یو ترکي ونیولم پر مځکه يې وغورځولم ،زما پر ټټر کیناست د چاړې پسې ګر ځید،چې ما مړ کړی . زه هیڅ ونه ویریدم، منتظر وم چې څه کوي ناببره یو غشۍ راغی پر هغه ولګید
ما ورته وویل: تا زه مړ کړم که ما ته؟!
***
یو سړی په سفر ته له حاتم څخه يې وغوښتل هغه ته نصیحت وکړي.
هغه ورته وویل:
که یار غواړې خدای(ج) دی بس دی؛ که ملګري غواړې کرم الکاتبین دی بس دي؛ که عبرت غواړې دنیا دي بس ده ؛ که مونس غواړې قران کریم دی بس دی؛ که کار غواړې عبادت دی بس دی؛ که وعظ غواړې مرګ دی بس دی؛ که دا ټوله تا ته بس نه دی نو دوږخ درته بس دی
***
حاتم طايي یو ورځ له حامد لفاف څخه وپوښتل:
څنګه يي؟
ځواب يې ورکړ: په سلامت او عافیت
هغه وویل: سلامت له پل صراط څخه تر تیریدلو وروسته او عافیت په جنت کې اوسېدل دي.
***
ويي پوښتل: ته څه غواړې؟
ویل يي :عافیت
ویي پوښتل:
دا ټوله ورځ په عافیت نه يي؟
ځواب يې ورکړ: زما عافیت هغه ورځ دی چې هغه ورځ ګناه ونه کړم
***
حاتم طایي ته چا وویل:
فلاني ډیر مال ټول کړی دی.
ويي پوښتل : ژوند يې ورسره ټول کړی دی؟
ویل یي: نه
ویل یي: د مړي مال څه په کار دی
***
یو عربي نارې وهلی: هر چا که زما اوښ پیدا کړ دوه اوښه ورکوم.
د هغه يې وپوښتل: دا څه وایي! د یو اوښ د پیدا کولو لپاره دوه اوښه ورکوې؟
ځواب يي ورکړ: تا د پیدا کولو او بښلو خوند نه دی لیدلی!