حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن-۳۴پوهنمل محمود نظری
وايي یوه شپه با یزیدبسطامي د یوې هدیرې تر څنګه تیریدی یو ځوان چې دبسطام دیو مشر زوی وو ناست بربط یې ږغوئ.
هغه ځوان ته نژدې شو وويې ویل:: لاحول ولاقوةالابالله
ځوان بربط پورته او شیخ بایزید يې په سر ووهه، د شیخ سر او بربط دواړه مات شول.
شیخ چې کور ته ولاړ دخپل خادم په لاس یې د بربط بیه او یو پتنوس حلوا هغه ځوان ته ولیږل اوخادم ته يې وویل: هغه ته ووایه چې بایزید عذر غوښت اوویل یي: دا دهغه بربط بیه ده چې زما په سر مات شونو په دې پیسو بل رانیسه او دا حلوا وخوره چې غوسه دی له زړه ووځي!
ځوان چې دا واوریده راغی د شیخ په پښو کې ولوید او توبه يې ویسته
دا د هغه اخلاقي ځواب وو
یکی بربطی در بغل داشت مست
به شب درسر پارسایی شکست
چو روز آمد آن نیکمرد سلیم
بر سنگدل برد یک مشت سیم
که دوشینه معذور بودی و مست
ترا و مرا بربط و سر شکست
مرا به شد آن زخم و برخاست بیم
ترا به نخواهد شد الا به سیم
از این دوستان خدا بر سرند
که از خلق بسیار بر سر خورند
په غیز کې وبربط د یوه نشه
د پارسا په سر یې مات کړ هغه
هغه ښه سړی چې شو سهار
څه پیسې ولیږلې د هغه دزیار
پرون معذور وی مست او نشه
زما سر مات او ستا بربط شو ټوټه ټوټه
زما ټپ جوړ، ویره راپیدا شوه ستا
چې بربط به جوړ نشي بې مرستې زما
د خدای دوستان ځکه دی بهتر
چې د خلکو ډیر خوری په سر
***
امیر طغاجار له مولانا قطب الدین څخه وپوښتله:
رافضی ( مرتد )چاته وایي ؟
هغه ویل: هغه چې خپله ښځه له شا...
هغه يې لاس پر خوله کیښود او ویي ویل: :«ای وای من ایکی یول رافضی اولماشم !»
یاني ای وای زه بیا رافضی ( مرتد) شوم.
***
له یو حکیم څخه یې وپوښتل: ولی لږ خبری کوی او ډیر اورې؟
هغه سمدستی ځواب ورکړ : ځکه دوه غوږونه او یو ه ژبه لرم
کم گوی و به جز مصلحت خویش مگوی
وز هرچه نپرسدت کسی پیش مگوی
گوش تو دو دادند و زبان تو یکی
یعنی که دو بشنو و یکی بیش مگوی
لږ وایه بیله خپل مصلحت هیڅ مه وایه
بې پوښتنې چا ته زیات هیڅ مه وایه
دوغوږونه او یوه ژبه یې درکړې
یانی دوه واوره له یوه ډیر هیڅ مه ووایه
***
وایي شفاءالدوله دشجاع الدین شفا پلار په قم کې یو د یوناني طب دوکان درلود هغه ددې پر ځای چې پر دړه ولیکي:
دنارینه او ښځینه بیماریو طبیب، لیکلې وه:
مطب دکتر اینجا ،کاخ بنت و مصطفی آنجا
بشارت دردمندان را،دوا اینجا و شفا آنجا!
طبیب دلته دمصطفی دلور قصر هلته
د دردمندو د زیرۍ لپاره، دوا دلته شفا هلته
اشاره يې د حضرت معصومی (رض) زیات ته کړې وه.
***
وایي یو چغال دآخوند چرګ په خوله کې نیولی په تښتیدو مخکی او اخوند ورپسې و.
یو ملګری یې اخوند ته نارې کړه: ناحکه ځغلې چرګ تر اوسه مرادر شوی او خوړل يي ناروا دي.
آخوند يې په ځواب کې وویل:: ته نه پوهیږی زه چغال لا حلالوم او خورم!!
او هغه وچې چغال له پښو ولوید او آخوند هغه ونیوی دا چې هغه نور د کلی لیری شوی و او وږه پر غالیبه وه او ځان ساتنه پر واجبه وه، چرګ يې په اور کباب او وخوړ او هملته ویده شو سبا هم هلته پاته شو او ټوله ورځ يې به لوږه تیره کړه دا چې د نفس ساتل واجب دي چغال یې هم کباب او د چرګ سره یوځای کړ.
او له ځان سره يې ویل : ته چې وايي مايې چم نه دی زده!!
رادمردی ز غافلی پرسید
چون ورا سخت جلف و نادان دید
گفت:هرگز تو زعفران دیدی؟
یا جز از نام هیچ بشنیدی ؟
گفت:با ماست خورده ام بسیار
صدره و بیشتر نه خود یکبار
مرد را گفت رادمرد حکیم
اینت بیچاره اینت قلب سلیم
تو بصل نیز هم نمی دانی
بیهده ریش چند جنبانی ؟
وپوښتله یو دانا له یو غافله
چې یې ولید هغه نادان اوساده
ویل یې تا تر اوسه لیدلی زعفران؟
یا دی نوم اوریدلی تر ان ؟
ویل یې د مستو سره مې خوړلي ډیر
نه یووار بلکی دسلو وارو تیر
هغه ته وویل هغه حکیم
ای خواره او په زړه سلیم
ته بصل( شینشوبی ؟)هم نه پیژنې
بې ګټي ډیره ږیره ښوروې
***
له یو عاقل څخه يي وپوښتل: دنړۍ خراب شیان کوم دی ؟
هغه سمدستې ځواب ورکړ : دا پېینځه:
څراغ لمر ته، باران په شورستان کې، ښکلی ښځه د نابینا په لاس کې، خوشخوره خواړه ماړه ته، د بخیل په سینه کی علم او ښه خبری
***
: یو چا د یو پوه هندو څخه وپوښتله
خوندور شیان کوم دي ؟
هغه سمدستې ځواب ورکړ: اووه شیان:
یو ګړی ښځه ، یو ورځ شراب، ، درې ورځې نوره (د وېښتانو دارو مښل ) ، یوه اوونۍ حمام ، یوه میاشت د واده،
یو کال د اولاد، یو عمر د اهل فضل سره ناسته
***
په یوه غونډه کې چې هلته د ادب او فضل اهل ناست وه یو ځوان د خپل مرحوم پلار بد ویل:
هغه ویل : زما د پلار یوه لویه تیروتنه چې هیڅکله هغه نه بښم دا وه پوهیږئ هغه تیروتنه څه وه ؟
یو د حاضرینو په لوړ ږغ وویل: د هغه لویه تیروتنه داوه چې ته يې وزیږولې!