دقرغزيانواوپښتنو اړيکي دانګېرنوپه هنداره کې (پښتونځارعبدالودود)
له دې نه وړاندې چې دقرغزۍ ژبې انګېرنو(superstitions) ته لاړشو،دپښتنوله څوانګېرنوسره يې پرتله کړواودقرغزيانواوپښتنواړيکي دانګېرنوله مخې په ډاګه کړو،اړينه ګڼم،چې دقرغزيانودټاټوبي( قرغزستان )په اړه هم څوكرښې وليکم!
قرغزستان دمركزي اسياداسلامي هېوادونوله ډلې څخه يوكوچنى هېواد دى.شمال ته يې قازقستان،جنوب ختيځ ته يې چين اوجنوب لويديځ ته يې ازبكستان هېوادونه پراته دي.
قرغزستان يوغرنى هېواد دى او،اوياپه سلوكې(٧٠٪) ځمكه يې غرونونيولې ده.ګيمالي،الله تو،قرغزاتو،جينش پيك،جغتو[1] او سليمان تويې پېژندوى غرونه دي.
قرغزستان له څلوېښتوزرو(۴۰۰۰۰) نه ډېرسيندونه،ولاړاوبي(جهيلونه) او ويالې لري،چې عمومن دواورې له ويلي كېدو څخه رامنځته كيږي.نارين(Naryn)، توپ، ايس واى،سرې دزاز، چټقول(Chatkol)،چو(Chu)،كوكمرين( Kokmeren)، يې نامي سيندونه دي.اوسارچېلق، مرزباچر، ايسيک قول=[2] Ysyk-Kol يې مشهور ولاړ اوبي!
بشكيك(Bishkek)ښاريې پلازمېنه ده، جلال اباد،باتكين(Batken)، نارين(Naryn)، تلاس(Talas)، اوش(Osh) او (چوي= Chuy) يې مشهور ښارونه اوښارګوټي.
ټول پراخوالى يې((يوسلو نهه نوي زره اونهه سوه كيلومټره مربع ، يانې اووه اويا زره اودوه سوه ميله مربعو ته رسيږي.)) په جولاي(۲۰۰٦ ) زيږدي كال كې يې دوګړيوشمېر( 5,213,898) پينځه ميلونه، دوه لکه، ديارلس زره،اته سوه اواته نوي ښودل شويدى.
په قرزستان كې لوى دين اسلام دى.پينځه اويا، له سلووګړي يې مسلمانان دي. يهوديان، نصرانيان اودنورودينونولارويان هم پكې اوسي.رسمي ژبه يې روسي ده.قرغزي،ازبكي، تاجكي،تاتاري،تركي او نورې ګڼې ژبې هم پكښې ويل كيږي.
قرغزستان يوګڼ توكمى هېواد،دى.اول لوى توكم يې قرغزيان، نوريې ازبكان،تاجكان، تاتاريان،تركيان اوروسيان.دي.ديادوشويوډلوبرسېره نورې غټې وړې ډلې هم پكې شته دي. همداشان قرغزيان په چين، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان کې اوروسيې کې هم اوسي.
قرغزيان له اصله دسايبيرياكوچيان دي. چې جنوب لورته راښكته شوي او په نني قرغزستان كې مېشت شوي دي.((ددوی لومړنۍ يادونه دچين مشهورتاريخ دان (سيما قيانSi Ma Qian ) په اثارو کې شوېده.(91-109 ق م) دقرغزيانو ډېرى اوس هم كوچيتوب كوي.اسونه او پسونه يې مهم څاروي دي.غواوې، وزې، خره او نورځناورهم ساتي.قرغزيان داس له سپرلۍ سره ډېره مينه لري. دوى داس دسپرلۍ په اړه متل كوي(که تاسې يوۀ ورځ هم ژوندي ياست، نولږترلږه يې نيمه ورځ داس پر شاه تېره كړئ!)
ډېری قرغزيان ښكلې تنګې سترګې،ټيټې پوزې اوكلچه سپين مخونه لري.قرغزستان په (1864 ز)كال كې دروسيې تزاري حكومت لخوا،له نيولکېدو،وروسته دمنځنۍ اسيا دنوروهېوادونو په څېرترفرهنګي يرغل لاندې راغی.ډېروښاريانوخپل سوچه كلتورله لاسه وركړاوغربي ته يې لاس واچاوۀ.
قرغزستان دمنځنۍاسياډېرښكلىهېواد،دى.هركال يې ډېرسيلانيان نندارې ته ورځي اوپه ښكليو واورينوغرونو،منظرواوجهيلونوزړونه بسيا كوي. دنوموړي هېواد،دطبيعي ښكلا په اړه خپله قرغزيان نكل كوي(كله چې انسان پيداشو،خداى(ج) پرټولوباندې داستعداد،او،وړتياپه اندازه شنې درې،غرونه، وچې دښتې، ځنګلونه اونورهرڅه چې په دنيا كې ول ، ووېشل. دوېش په پاى كې خداى(ج) قرغزي ته پام شو،چې دونې لاندې په ارام پروت ؤ.او نوروټولودغټې برخې لاسته كولولپاره تورې ترپې(هلې ځلې) كولې.خداى(ج) چې قرغزى تر ونې لاندې پر دغه حال وليد، نوزړه يې پرې وسوځېد. او ددنيا ډېره ښكلې سيمه او شنې درې يې وروبخښلې، چې له كړاونونه خلاص او په هوساينې سره ژوندوكړاى شي.)
قرغزستان، چې کوم مهال دروسيې ترولكې لاندې ؤ،سيلانيانو ته پکې چندان دسيل زمينه نه وۀ، مساعده.خو له خپلواكۍ(۳۱-اګسټ- ۱۹۹۱ز)وروسته خپلواک حكومت سيلانيانو ته مخكې پرتې ربړې لرې كړې، او،اوس هركال دسيلانيانو په ورتګ ډېرې پيسې ګټي.
انګېرنې:
انګېرنې-ټوټکې-خرافات ، توهمات يا سوپرسټېشنز (superstitions) هغه وسوسې، اندېښنې اوديوۀ قوم ترمنځ منل شوي فکرونه اوعقيدې دي، چې دراتلونکي مهال، دښېګڼې اوبدګڼې دولاړېدو نښې،داوبال اوثواب وسيلې بلل کيږي.[3] انګېرنې په ټولوبشري ټولنوکې شته دي.ديوې ټولنې انګېرنې له بلې ټولنې سره توپيرلري، خوپه ځينوټولنوکې سره ورته اومشابه انګېرنې هم موجودې وي.دغه ورته والی ځينې مهال دتصادف له مخې وي،خوډېر ځلې دڅوټولنوتاريخي، فرهنګي اونسلي اړيکي هم په ډاګه کوي. راځئ، چې دمنځنۍ اسيادترکوله يوه قوم(قرغزيانو)سره دپښتنو فکري، کلتوري اوتاريخي اړيکي دانګېرنوپه هنداره کې وګورو.
دقرغزيانوپراندكه دچا ښۍ سترګه رپي،نوخوښي يې په نصيب كيږي.پښتانه هم دښۍ سترګې رپېدل ښه ګڼي اودمېلمه په ځانګړي ډول دخواږه مېلمه دراتلوزېرى يې بولي.كله چې پښتنوكې دچاښۍ سترګه ورپي، نوسترګې ته لاس وروړي او بيالاس ښكلوي اويا هم په سترګه ډکی (خلی)ږدي، چې مېلمه وركره په خير ورورسېږي.
دكيڼې سترګې رپېدل په قرزيانو اوپښتنودواړوكې دخپګان اوبدګڼې نښه ګڼله كيږي.
قرغزيان پردې باوري دي، چې كله هر هټيوال ګهيځ لومړى سوداوپلوري ، نوپيسې دې د، هټۍ پرنورې سودا، او تلې ووهي،يادې ښکل کړي،چې ټوله ورځ يې ښۀ سودا وشي.اوهيڅکله دې دګهيځ لومړۍ سودا،په پورنه وركوي، چې ددرستې ورځې سودا يې بياپه پورځي.دافغانستان دپښتنوترمنځ هم دګهيځ لومړۍ سودادقرغزيانوپه څېرمهمه ګڼل کيږي.[4]
قرغزيان هم دپښتنواوځينونورومسلمانانوپه څېر پربدنظرعقيده لري.دوى وايي كله چې څوك له نظره شي نوكاغذدې واخلي، په دريوټوټودې وويشي، هره ټوټه دې په (قل هوالله...) دم كړي،دنظره شوي کس نظردې پرې وچ كړي، او وروسته دې اورته وغورځوي. له دې سره به نظرمات شي.
په قرغزي رواياتو كې ژوندى موجود په جارو،وهل دبدبختۍ اومړينې فال بلل كيږي. په دې اړه يوې قرغزۍ ډاكترې، چې دكوزې پښتونخوا له يوۀ پښتون ډاكټر سره يې واده، كړى، راته ويلي:(زه چې كله وړه ومه، مونږ په كوركې يوه چېلۍ درلوده.يوه ورځې مې كوټه جاروكوله، چېلۍ كوټې ته راننوته، په جارو مې ووهله،پدې كې راباندې انۍ غږكړ، چې چېلۍ دې ولې په جارووهله؟دا خو په جارو،وهلومري.مونږ پدې خبروكې وو،چې چېلۍ له كوره باندې تللې وه، او څوشيبې وروسته ګاډي ووهله.) په پښتني رواياتو كې هم دقرغزيانوپه څېرژوندی موجودپه جارو، وهل ښۀ نه ګڼل کيږي. پښتانه وايي چې په جارو،وهل خواري،نېستي، بدبختي اوسپېرتوب رامنځته كوي.
قرغزيان وايي، كه دچا په سركې يوه منجيله وي نو يوواده به كوي او كه دوه منجيلې وي، نودوه! دوى زياتوي، كه منجيله څومره تالوته نږدې وي،نو همدومره به يې واده ژركيږي او كه څومره له تالونه لرې وي نو همدومره به يې واده وروسته وي. پښتانه وايي كه يو ماشوم له مور نه پيداشي، نجلۍ وي اوپه سر کې يې دوه منجيلي وي، نو دوه نجونې به په ځان پسې راولي( دوه نجونې به ورپسې زېږيږي). او كه نوې زېږېدلى ماشوم، هلك وي او په سركې يې دوه منجيلې وي، نو په ځان پسې به دوه هلكان راولي.همداډول پښتانه وايي،که دچاپه سرکې يوه، منجيله وي، نو يوواده به کوي اوکه دوه منجيلې وي، نو دوه.
قرغزيان وايي،كه دچا ورغوى خارښت كوي، نوپيسې ورته راځي او شتمن كيږي،پښتانه هم دورغوي خارښت دپيسودراتګ نښه بولي.
پرقرغزستان كې د(سليمان تو) يانې (سليمان غره) په نامه يوغرموجود دى،قرغزيان وايي، چې پردغۀ غره حضرت سليمان(ع) يوه شپه تېره كړېده. همداشان دپښتنوپه سيمه كې هم يوغر(دسليمان غره)، په نامه شته ، چې ځينې پښتانه ورته د(كسي غر) وايي، پدې اړه بياپښتانه روايت كوي، چې هلته دحضرت سليمان (ع) تخت کښته شوی او شپه يې تيره کړېده(؟).
قرغزيان وايي، چې له لاسو،وينځلونه وروسته،لاسونه څنډوهل بدبختي رامنځته كوي.پښتانه هم له ډوډۍ نه وروسته لاسونه څنډوهل دخواری نښه بولي.
قرغزيان وايي، چې ډوډۍ سرچپه ايښودل ښۀ نه وي. پښـتانه هم دډوډۍ سرچپه ايښودل اوبال ګڼي.
دنورومسلمانانو په شان قرغزيان اوپښتانه ډوډۍپرځمكه ايښودل دخوارۍ اوبدبختۍ نښه اواوبال بولي.
قرغزيان په كړكۍ كې (؟) دمرغۍ كښېناستل دخبرزېرى ګڼي، دپښتنوترمنځ بيا دكارغه ، كاغ ، كاغ كول دخبر زېرى ګڼل كيږي.
قرغزيان شپېلي وهل ښۀ نه ګڼي. په ځانګړي ډول دشپې لخوا.دوی عقيده لري، چې شپيلي له ځان سره بدې ارواوې راولي او دنېستۍ سبب ګرځي. په پښتنوکې هم شپيلي ښه نه ګڼل کيـږي، په ځانګړي ډول دشپې لخواخوبيخي.
قرغزيان چاقواوګړۍ په سوغات کې ورکول ښه نه بولي. پښتانه وايي، چې چاقو چاته مه وركوئ، چې جنګ موورسره كيږي. او دسر خولۍ چاته مه وركوئ، چې بركت درځنې ځي.
قرغزيان وايي،که ماشوم په ښيښه کې وګوري، نوډارېدونکي خوبونه ويني. همدغسې پښتانه هم وايي چې ماشوم مه پرېږدئ، چې په ښيښه کې وګوري،بيا په خوب کې يريږي.
قرغزيان اوپښتانه وايي،چې په ولاړه باندې خوراک کول اوبال دی.ديادونې وړده،چې دډېرومسلمانانو ترمنځ په ولاړه باندې خوراک کول اوبال اوبې ادبي ګڼل کيږي.
قرغزيان وايي چې دخپلوانوله تګ نه تردرې ورځو پورې دې څوک كورنه جاروکوي.كه جارو شي، نو خداى مه كړه، خپلوان به يې دتل لپاره ورځنې جلاشي.پښتانه وايي کله چې موخپلوان له کورنه ووځي، ترهغه مهاله کورمه جاروکوئ، چې خپل منزل ته نه وي رسېدلي.
قرغزيان وايي، چې دشپې جارو، وهل دښمنان زياتوي،پښتانه هم ماذديګراودشپې لخوا جارو، وهل بدګڼي.
قرغزيان وايي،دشپې له خوادماشوم جامې دباندې مه پرېږدئ، پښتانه وايي، چې ماشوم له څلوېښتۍ څخه نه وي، وتلی ترهغې يې جامې باندې مه پرېږدئ.
قرغزيان وايي، چې دېوال سره جارومه دروئ، چې دښمني موکيږي،پښتانه وايي-جاروداسې مه دروئ، چې څوکې يې پاس راشي، ځکه له دې سره مودښمن سرلوړۍ کېږي.
قرغزيان وايي،چې دماشوم ستاينه ډېره مه کوئ،هسې نه چې دناولوارواحو، پام وروګرځي اوماشوم ته تاوان واړوي.پښتانه هم وايي، ماشوم،ډېرمه خندوئ، چې پيريان پرې مينيږي او ناروغېږي.
دسفرپه دوران توره پيشو ليدل دسفردسختۍ نښه ده، دا،انګېرنه ديهوديانوترمنځ هم شته ده. اوپه ډېرواروپايي ټولنوکې هم. پښتانه،چې څوک بياډېرخواروي اوورځ يې نه ښه کيږي، نوورته وايي چې:(لاس يې تورې پيشوسټلی دی)
قرغزيانوکې، چې كله څوك له سفر، جنګ، روغتون او له دندې نه بېرته كورته ستنېږي، نوقرغزيانوکې يې دكورنۍ غړي پياله كې اوبه اخلي او دراستنېدونكي له خولې نه يې تاووي، بيا راستنېدونكى( ګل موپه مخ!) پكښې لاړې توكوي. له دې وروسته پياله له كوټې نه باندې ږدي.دوۍ فکرکوي،چې لدې سره ټول بد شيان او بدنظرونه، بيرون پاتې کيږي اوكورته نه ننوځي.دپښتنو چې کله څوک، خپل خپلوان له يوه خطرناک ځای نه کورته په خيرور، ورسېږي، نوپيسې يې په وچولي وهي، اوخوارغريب ته يې ورکوي.
قرغزيان وايي، چې دچاغوږونه خارښت كوي ، نوڅوك به يې پرچوغولۍ اخته وي.پښتانه بياچې څوک هټکې کوي، نووايي،چې څوک يې غيبت کوي.
چاقوچاړه په ډوډۍ باندې پاکول دښمنان ډېروي.پښتانه وايي،چې په چړېچاقوباندې ډوډۍ مه پرې کوئ، چې سړی خوارېږي.
لاندې هم دقرغزيانوځينې انګېرنې راخيستل شوي، کېدای شي، دپښتنوله ځينوانګېرنوسره څه ناڅه تړاو،ولري، خوماته يې دتړاودرک ونه لږېدۀ. قرغزيان وايي چې:
ګهيځ له ښځې سره چې په لاس كې يې تشه سلواغه(بوکه) نيولې وي مخ كېدل ښه نه وي.
كه دچاكره له چت نه غولي ته غڼه راولوېږي نومېلمه وركره راځي.
هرڅوک، که غڼه مه مړه کړي،نوکورته يې مېلمه ورځي.
دغوزشكل ماغزوته ورته دى، نوله همدې امله دمغزلپاره ښۀ دی.
منزل ته له رسېدو،وړاندې له موټروان نه پوښتنه کول چې منزل ته څومره لاره پاتې ده؟ ښه نه وي. كېداى شي دپوښتنې له امله په لاره كې ستونزې ورمخې ته شي اوسفرلا اوږدشي.
دسفر په دوران که څوک يوڅه پسې، بېرته كورته ستنېږي. نوبايدله ستنېدو، وروسته په ښيښه کې وګوري، كه ونه كتل شي،كېداى شي له کړاوسره مخ شي.
دلمرسترګې سره پاسېدل او دلمرسترګې ته كتل ښه وي.
كه څوك نوی دوكان پرانيزي، نو دپرانيستې په مراسموكې دې دمچيوځاله(دمچيوكور) وسوځوي، چې پردوكان يې ډېركورونه مات شي او ښۀ سودا يې وشي!
دكټ او مېزكونج ته مه كښېنئ، چې بې واده پاتې كېږئ، ياموبده ښځهمېړۀ په نصيب كيږي.
مېز په كاغذمه پاكوئ، چې بې واده پاتې كېږئ.
له انسان اوټوپک نه پښه اړول هم د،دښمنۍ لامل کيږي.پښتانه له انسان نه پښه اړول ګناه بولي.اووايي،چې ټوپک نه پښه مه اړوئ،ځکه چې بيامودجنګ پرمهال ټوپک بندېږي اوډزې نکوي.
پايله:
پاس مودقرزيانوڅوانګېرنې وليدې،چې ډېرويې دپښتنوله انګېرنوسره ډډه لګوله. د فوکلوردنوروځېلونو(ژانرونو) په څېردانګېرنوله پرتليزې مطالعې نه داڅرګندېدای شي،چې کوم قوم له کوم بل سره تاريخي،کلتوري اوفکري اړيکي اوخپلوي لري.
که چېرې دمنځنۍاسيادنوروقومونو(ترکو:ازبکانو-ترکمنانو-قزاقيانو-،مغولو، چينايانو) اوځينونورو، ولسونه متلونه، دودونه، اړونه(کيسۍ) اوانګېرنې دپښتوله هغوسره پرتله کړای شي، نو ددواړوترمنځ دخپلوۍ ډېرلاسوندونه په لاس راتلی شي.
برنيوانګېرنواونوروتاريخي لاسوندونوته په کتلوسره سړی ويلی شي،چې پښتانه دمنځنۍاسياله مېشتوقومونو(ترکانو:ازبکانو- قرغزيانو-مغلو اونورو)سره تاريخي، نسلي اوفکري اړيکي اوخپلوي لري.
لمن ليکونه:
[1] دجغتوپه نامه په غزني اوميدان وردګوولايت کې يوه، يوه ولسوالۍ شته.دميدان وردګوولايت په جغتوکې وردګ اوهزارګان اوسي.زماپه فکرپه دغوولسواليوکې دجغتوپه نامه کوم غرهم شته دی. اودهمدغه غره له امله نوموړې ولسوالۍ په جغتوياده شوېده.سړی چې کله هزاره جات ته لاړشي،او يادهزاره جات دکليو،غرو اورغونومونه واوري، نوداسې فکرورسره پيداشي، چې دغه نومونه له منځنۍ اسياڅخه رالېږدېدلي دي.اودلته پرې نورځايونه مسمی شويدي.
[2] ايسيک قول (تودولاړاوبی) دقرزستان ترټولولوی ولاړاوبی دی ، له دې وجې ورته تودولاړاوبی وايي، چې په ډېرساړه ژمي کې هم نه كنګل كيږي.ددې ولاړاوبي په شاوخواكې د ديارلسمې اوپينځه لسمې ميلادي پېړيو ترمنځ (XIII-XV) ديوۀ ډوب شوي ښارنښې هم موندل شويدي. په هزاره جات کې هم ډېرې داسې شېلې،درې اوغرونه شته،چې د(قول) کلمه ورپورې تړلې لکه(قول خوېش-لومړی بهسود، راقول اوداسې نور)
[3] ډېرخلګ پردې باور دي،چې انګېرنې، دډار، وهم او څوشيانو ترمنځ د مشابهت له امله رامنځته کيږي، اوعلمي اساس نلري، نوله همدې امله باورپرې نکوي، مونږدابحث بلې ليکنې ته پرېږدواويواځې په پرتلنې بسنه کوو.
[4] دپښتوانګېرنوپه پرتلنه کې دهرې پشتنې سيمې انګېرنې راخيستل شويدي.
اخځونه:
خپل ياداښتونه
انګرېزي ويکي پيډيا-٢٠٠٧ز
http://www.fantasticasia.net/?p=17